Saturday, August 11, 2012

The Lost Princess


ورکه شهزادګۍ
(The lost princess)

یو وخت په یو ځای کې یو پاچا وه. پاچا شپږ زامن او یوه لور درلودل. هغه خپله لور ډېره په قدر سره ساتله او ډېره مینه یې ورسره کوله. هغه به ډېر وخت له هغې سره تېراوه.

یوه ورځ چې پاچا له خپلې لور سره ناست وه، هغې ته په قهر شو او له خولې یې ووتل چې "بلا دې یوسه". د شپې د پاچا لور خپلې کوټې ته لاړه. سهار هیڅوک خبر نه ول چې هغه چېرې ده، نو پلار (پاچا) ډېر زیات خفه شو او په هغې پسې یې ډېرځایونه ولټول. وزیر چې ولیدل چې پاچا ډېر خفه دی، پورته شو او د یوه اس، یوه نوکر او د خرڅې لپاره د پیسو غوښتنه یې وکړه. هغه د نجلۍ په لټون پسې ووت. (اوس هغه نقل کوي چې هغه یې څنګه ولټوله او څنګه یې پیدا کړه).

هغه ډېر وخت په دښتو، ډاګونو او ځنګلونو کې اوږده مزلونه وکړل او هغه یې ولټوله. هغه په یوه دښته کې په یوه لاره وربرابر شو او له ځان سره یې وویل، په دښته کې مې دومره مزلونه وکړل او هغه مې ونه موندله؛ راځه چې دغه لاره ونیسم، ښایي چې څه ابادي ومومم.

هغه ډېر مزل وکړ او بیا یې یوه کلا ولیده چې ډېر عسکر ترې تاو ول. کلا ډېره ښایسته وه او ګردچاپېر ترې عسکر په نظم سره ولاړ ول. هغه له عسکرو نه وډار شو چې کېدای شي ده ته کلا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي. بیا یې له ځان سره وویل، "راځه خپله وسه به وکړم". اس یې پرېښود او پخپله کلا ته ور روان شو.

هغه ته اجازه ورکړای شوه چې دننه لاړ شي او هېڅ پوښتنه ترې ونه شوه. هغه کلا ته ننوت. له یوې کوټې نه بلې او له بلې نه به بلې ته لاړ او چا یې مخه ونه نیوله. په دې توګه هغه عمومي سالون ته ورسېد او یو پاچا یې ولید چې تاج یې پر سر او په یوه تخت باندې ناست دی او خواوشا ته یې عسکر ولاړ دي. ډېرو د هغه په وړاندې سازونه غږول او ښه خوندور مجلس روان وه. د هغه نه پاچا یا کوم بل چا هېڅ پوښتنه ونه کړه. هغه هلته نژدې ښه خوندور خواړه ولیدل، ورغی او خواړه یې وخوړل او بیا یوې خوا ته پرېوت چې وګوري نور څه کېږي. هغه ولیدل چې پاچا د شهزادګۍ د راوړلو حکم کوي. نوکران په هغې پسې ځي چې رایې وړي او ډېر شور او خوشحالي جوړېږي. شهزادګۍ چې دننه راوړل شوه سازیانو ورته سازونه وغږول. د هغې لپاره یوه چوکۍ کېښودل شوې وه او هغه پرې د هغه تر څنګ کېناسته. دا هماغه شهزادګۍ وه، وزیر هغه ولیده، او ویې پېژنده. بیا ملکې خواوشا ته وکتل او په یوه کونج کې یې یو څوک په نظر ورغی. هغې دغه سړی وپېژند نو هغه له چوکۍ نه پورته شوه او هغه ته ورغله اوپوښتنه یې ترې وکړه: "ته ما پېژنې؟"

هغه ځواب ورکړ: "هو، زه تا پېژنم. ته هغه شهزادګۍ یې چې ورکه شوې ده." هغه له هغې نه پوښتنه وکړه "ته دلته څنګه راغلې؟"

هغې ځواب ورکړ: "ځکه چې پلار مې ویلي وو چې بلا دې یوسه او دغه د بلا ځای دی".

نو هغه هغې ته وویل چې پلار دې ډېر خفه دی او کلونه کلونه کېږي چې ستا لټه کوي او هغه له هغې نه پوښتنه وکړه چې: "زه تا له دې ځای نه څنګه بېرته وړلی شم؟"

هغې ځواب ورکړ: "ته ما له دې ځای نه بهر نشې وړلی، خو که چېرې ته یو ځای انتخاب کړې او هلته یو کال پاتې شې او هر وخت زما د وړلو هیله ولرې کېدای شي چې خپل مرام ته ورسېږې. او کله چې ته وخت لرې، پرله پسې زما د وړلو هیله او امېد ولرې. ته باید روژه ونیسې. د کال په وروستۍ ورځ خو روژه نیول ډېر ضروري دي او ته باید پوره څلورویشت ساعته ویده نشې".

نو هغه لاړ او همداسې یې وکړل، او د کال په آخر کې، په وروستۍ ورځ، هغه روژه ونیوه او خوب یې ونه کړ. بیا هغه راپاڅېد او (شهزادګۍ ته ورغی چې له هغه ځای نه یې بهر وباسي). په لاره کې هغه یوه ونه ولیده چې ښایسته مڼې یې نیولې وې. هغه په سترګو ډېرې ښې لګېدې او هغه یوه مڼه ترې وخوړه. د مڼې په خوړلو سره هغه راپرېووت او د اوږده وخت لپاره خوب وېووړ. د هغه نوکر ډېر کوشش وکړ خو ونه توانېدچې هغه راپاڅوي. کله چې له خوب نه رابیدار شو له نوکر نه یې پوښتنه وکړه: "زه د نړۍ په کوم ځای کې یم؟"

نوکر ورته ټوله کیسه تېره کړه او ورته ویې ویل: "ته ډېره موده او په کلونو کلونو ویده وې او ما تر اوسه پورې خپل ځان په دې مېوه باندې ژوندی ساتلی دی."

هغه ډېر زیات خفه شو، لاړ او هغه (شهزادګۍ) یې بیاومونده. هغې ورته ګیله وکړه او خفګان یې وښود. هغې ورته وویل: " تا په یوه ورځ وبایلله" (ځکه چې تا یوازې یوه ورځ خپل ځان ونشو ساتلی او هغه مڼه دې وخوړه او تا وبایلله). ته باید په هغه ورځ راغلی وې او زه دې له دې ځای نه بهر وړې وای. دا سمه ده چې نه خوړل ډېر سخت کار دی، په تېره بیا په وروستۍ ورځ. په دې توګه بد فکر نور هم قوي کېږي، نو ته باید یو ځل بیا یو ځای انتخاب کړې او تر یو کال پورې هلته پاتې شې. په وروستۍ ورځ باید ته خواړه وخورې خو ویده کېږې به نه، او نه به هېڅ داسې شراب څښې چې خوب دې یوسي، ځکه چې ترټولو مهم شی خوب دی."

هغه لاړ او همداسې یې وکړل. په وروستۍ ورځ هغه هلته لاړ. هغه یوه روانه چینه ولیده. د چینې رنګ سور وه او د شرابو بوی ترې راته. نو هغه له نوکر نه پوښتنه وکړه: " ته پوهېږې چې دا یوه چینه ده (چې باید اوبه په کې وي) او هغه سره ښکاري او بوی ترې د شرابو ځي. " هغه لاړ او له چینې نه یې وڅښل. هغه سمدستي راپرېوت او تر ډېرو کلونو، اویا کلونو، پورې په خوب ویده پاتې شو.

هلته ډېر عسکر له هغه ځای نه تېرېدل او پوځي ساز او سامان یې له ځانونو سره لېږدول. نوکر له عسکرو څخه پټ شو. په عسکرو پسې یوه بګۍ راغله چې شهزادګۍ په کې ناسته وه. هغې بګۍ ودروله او ترې راښکته شوه. هغه له هغه سره نژدې کېناسته، هغه یې وپېژاند، او کوشش یې وکړ چې راپایې څوي خو هغه راپانه څېد، نو هغې شکایت پيل کړ او ویې ویل: "پس له دومره کوشش، زحمت او تکلیف چې تا دا څوکاله تېر کړل او له دې ځای نه زما د اېستلو لپاره دې دومره خواري وکړه او یوازې د یوې ورځې له امله چې تا کولای شوای ما له دې ځای نه وباسې، فرصت له لاسه ووت". هغې ډېر زیات وژړل او ویې ویل: "دا زما او ستا لپاره ډېره د افسوس خبره ده. زه له څومره اوږدې مودې راهیسې دلته یم او ازاده نه شوم". بیا یې د سر لوپټه راکوزه کړه او په خپلو اوښکو یې پرې لیکل وکړل او د هغه څنګ ته یې کېښوده. هغه بېرته په بګۍ کې کېناسته او له هغه ځای نه لاړه.  

وروسته هغه پاڅېد او له نوکر نه یې پوښتنه وکړه: "زه د نړۍ په کوم ځای کې یم؟" نوکر ورته ټوله کیسه تېره کړه چې ډېر زیات عسکر تېر شول، او دا چې یوه بګۍ راغله، او شهزادګۍ هغه ته وژړل، او فریاد یې وکړ چې "دا زما او ستا لپاره ډېره د افسوس خبره ده"، او داسې نور.

هغه خواوشا وکتل او نژدې یې یوه لوپټه ولیده. هغه پوښتنه وکړه چې "دغه لوپټه له کومه شوه" او هغه ځواب ورکړ چې دا هغې پرېښې ده. او په خپلو اوښکو یې لیکل پرې کړي دي. هغه لوپټه راپورته کړه او د لمر سترګې خواته یې ونیوله او لیکلي ټکي یې ولیدل. هغه لیکلي ټکي چې دهغې شکایتونه او ژړا ول، ولوستل. (په هغه کې لیکلي ول چې) نور هغه په هغې کلا کې (لکه چې مخکې یاده شوه) نشته، بلکې هغه باید د سرو زرو غر چې د ملغلرو کلا په کې ده، ولټوي، "هلته به ته ما پیدا کړې."

هغه نوکر پرېښود او پخپله د هغې په لټه پسې روان شو. هغه شهزادګۍ څو کاله ولټوله او له ځان سره یې وویل چې په اباده سیمه کې خو د سرو زرو غر او د ملغلرو کلا نشته ځکه چې هغه د نړۍ د نقشې ماهر وه. هغه له ځان سره وویل، زه باید د لټون لپاره د دښتو لوری ونیسم او بیا یې د هغې په لټه کلونه کلونه دښتې ولټولې.

په یوځای کې هغه یو دېو ولید چې صورت یې د انسان په څېر نه وه. دېو یوه لویه ونه چې په ابادو سیمو کې نه موندل کېدله، له ځانه سره روانه کړې وه. دېو له هغه نه پوښتنه وکړه چې "ته څوک یې؟" هغه ځواب ورکړ چې "زه انسان یم". دېو ډېر حیران شو او ویې ویل، "زه دا ډېره موده په دې دښته کې اوسم خو ما تر اوسه پورې دلته انسان نه دی لیدلی".

هغه ورته ټوله کیسه تېره کړه او ورته ویې ویل چې هغه د سرو زرو  غره او د ملغلرو د کلا په لټه راوتلی دی. دېو هغه ته ځواب ورکړ: "دا هېڅ امکان نه لري". او ورته ویې ویل چې "له دې کار نه تېر شه. ته هسې کم عقل یې چې داسې څیز پسې ګرځې چې پیدا کېږي نه".

هغه په چیغو چیغو وژړل. هغه سخت وژړل (وزیر سخت وژړل) او ویې ویل چې دا به خامخا پیدا کېږي. دا به خامخا چېرته موجوده وي. هغه هغه منع کړ (دېو هغه منع کړ) او ورته ویې ویل چې ته هسې بېکاره کار پسې سر شوی یې او هغه (وزیر) وویل چې هغه به خامخا چېرې پیدا کړای شي. هغه (دېو) وزیرته وویل، زما په نظر دا هسې یوه بې ځایه خواري ده خو ته ضد نیولی یې. دا چې زه د ټولو ځناورو قوماندان یم نو زه به له تاسره یوه مرسته وکړم او ټول ځناور به راټول کړم. هغوی په ټوله نړۍ کې ګرځي. کېدای شي چې له هغوی څخه کوم یو د سرو زرو د غره او د ملغلرو د کلا په هکله معلومات ولري. نو هغه ټول لوی او واړه ځناور سره راټول کړل او پوښتنه یې ترې وکړه. هغوی ټولو ځواب ورکړ چې هغوی داسې شی بېخي لیدلی نه دی. هغه وویل، ودې لیدل. ته هسې بې ګټې کار پسې راوتلی یې. که زما خبره منې، بېرته لاړ شه. ته نشې کولی چې داسې څه ومومې ځکه چې په نړۍ کې وجود نه لري.

وزیر په تونده ځواب ورکړ او ویې ویل چې "هغه خامخا وجود لري. "

دېو وزیر ته وویل: زه په صحرا کې یو ورور لرم. هغه د ټولو مرغانو قوماندان دی. هغوی په هوا کې جیګ الوزي او کېدای شي چې دغه غر او کلا یې لیدلې وي. ته لاړ شه او هغه ته ووایه چې ته هغه ته ما ورلېږلی یې.

هغه کلونه کلونه وګرځېد او یوه ورځ یې یو لوی موجود ولید چې ده هم یوه لویه ونه را اخیستې وه. هغه د لومړي دېو په څېر له ده نه پوښتنې وکړې. وزیرځوابونه ورکړل او پوره کیسه یې ورته تېره کړه او ورته ویې ویل چې د هغه ورور دی (هغه ته) رالېږلی دی. دغه دېو هم وزیر منع کړ او ورته ویې ویل چې دا نشي کېدلی. وزیر ډېر په مینه سره وښودله چې دا خامخا وجود لري.

دېو ورته وویل چې "زه د ټولو مرغانو قوماندان یم. زه به هغوی ټول راټول کړم. کېدای شي چې هغوی څه معلومات ولري". هغه ټول مرغان راټول کړل او له ټولو لویو او وړو مرغانو نه یې پوښتنه وکړه. هغوی ځواب ورکړ چې د سرو زرو د غره او د ملغلرو د کلا په باره کې هېڅ معلومات نه لري. بیا دېو وزیرته وویل: "ودې لیدل چې د ځمکې پر مخ دغه شی نشته." که چېرې زما خبره منې، بېرته وګرځه ځکه چې دا شی بالکل وجود نه لري.

وزیر سخت دلایل وړاندې کړل او ویې ویل چې "دا به هرو مرو په نړۍ کې وي".

دېو ورته وویل: "په صحرا کې وړاندې زما ورور دی. هغه د بادونو قوماندان دی او بادونه په ټوله نړۍ کې ځغلي. کېدای شي چې هغوی څه خبر ولري.

هغه کلونه کلونه مزل وکړ او یو ځل بیا له یوه دېو سره چې یوه لویه ونه یې را اخیستې وه مخامخ شو. دغه دېو هم له وزیرنه پوښتنې وکړې او هغه ځوابونه ورکړل او ټوله کیسه یې ورته تېره کړه. دېو هغه منع کړ خو کله چې وزیر هغه ته ډېر منتونه او زارۍ وکړې هغه (درېیم ورور) وویل: "زه به له تاسره یو احسان وکړم. ستا له پاره به ټول بادونه دلته راټول کړم او په دې باره کې به ترې پوښتنه وکړم. دېو بادونه راوغوښتل، ټول بادونه راغلل. هغه له ټولو نه پوښتنه وکړه خو یوه هم د سرو زرو د غره او د ملغلرو د کلا په باره کې معلومات نه درلودل. بیا سړي وزیرته وویل: "ودې لیدل. ته هسې بېکاره یې چې د داسې شي لټه کوې".

وزیر په چیغو چیغو وژړل او ویې وویل: "زه په یقین سره پوهېږم چې دا شیان خامخا وجود لري."

په دغه وخت کې یو بل باد راغی. قوماندان ترې په غوسه پوښتنه وکړه چې: "ولې دومره ناوخته راغلې. ما حکم کړی وه چې ټول بادونه دې راشي. ته له هغوی سره ولې رانه غلې؟" هغه ځواب ورکړ: "په ما باندې له دې امله ناوخته شوه چې ما د سرو زرو په غره کې د ملغلرو کلا ته یوه شهزادګۍ وړله".

وزیر ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغه داسې خبره واورېده چې غوښتل یې وایې وري.

بیا د بادونو قوماندان له باد نه پوښتنه وکړه: "هلته څه ارزښتناک دي؟" هغه ځواب ورکړ: "هلته هر څه ارزښتناک دي".

د بادونو قوماندان غږ وکړ او وزیر ته یې وویل چې دا چې ته ډېره موده د هغه لټون کوې او ډېر تکلیفونه دې ګاللي دي زه تا ته یو کالی درکوم. هر چېرې چې د پیسو له خوا ستا لاس تنګ شي، په هغه کې لاس ننه باسه، پیسې به ترې راوباسې. هغه باد ته حکم وکړ چې هغه هغه ځای ته ورسوي.

توپاني باد راغی او هغه یې هلته تر دروازې پورې ورساوه. هلته عسکر ولاړ ول او هغه یې ښار ته دننه نه پرېښود. هغه خپل لاس په هغه کالي کې دننه کړ او پیسې یې ترې را واېستې او هغوی ته یې رشوت ورکړ او ښار ته ننوت. هغه یو ښکلی ښار وه. هغه یو شتمن سړي ته ورغی او د اوسېدو لپاره د ځای ورکولو په بدل کې یې هغه ته پیسې ورکړې ځکه چې هغه کولی شول چې د څه وخت لپاره هلته پاتې شي. هغه ضرورت درلود چې خپل ذکاوت او حکمت په کار واچوي او شهزادګۍ له هغه ځای نه وباسي. په آخرکې وزیر شهزادګۍ له هغه ځای نه را واېسته (خو دا چې څنګه یې را واېستله په دې باره کې یې څه ونه ویل). 

1 comment: