Saturday, August 11, 2012

The Humble King, The Turkey Prince and The Tainted Grain


کیسې


عاجز پاچا

یو وخت په یو ځای کې یو پاچا وه چې یو هوښیار مشاور یې درلود. پاچا هوښیارسړي ته وویل، "هلته داسې یو پاچا دی چې خپل ځان ته تکړه جنګیالی، صادق او بې کبره سړی وایي.

زه پوهېږم چې هغه یو قوي جنګیالی دی، ځکه چې د هغه له خاورې څخه خواوشا سمندر راتاو شوی دی. هغه یو د کشتیو سمندري ځواک لري چې په توپونو باندې سمبال دی؛ هغوی نه پرېږدي چې څوک دې د هغوی خاورې ته ورنژدې شي. له سمندرڅخه پورې په یوه غاړه باندې د تورو اوبو یو رېګ روان دی. هلته یوازې یوه نرۍ پلې لاره ده، چې په هغې باندې په یو وخت کې یوازې یو سړی تېرېدای شي. د دې لارې امنیت هم د توپونو په واسطه نیول شوی دی، او که چېرې کوم څوک حمله پرې وکړي، هغوی پرې د توپونو ډزې کوي. دا بېخي ناشونې ده چې څوک ان د هغه خاورې ته نژدې  ورشي.

خو کله چې هغه خپل ځان ته ریښتنی سړی او متواضع شخص وایيزه نه پوهېږم چې آیا هغه ریښتیا وایي؟ نو زه غواړم چې ته ماته د هغه پاچا یو عکس راوړې.
پاچا (چې خبرې یې کولې) له هغه پاچا پرته چې په هکله یې غږېده، نور د ټولو پاچایانوعکسونه له ځان سره درلودل. هېڅ پاچا د هغه پاچا عکس نه درلود، ځکه چې هغه خپل ځان له ټولو خلکو څخه پټ ساتلو. هغه خپل ځان له خپل رعیت څخه لیرې ساتلو او د پردې تر شا کېناستلو.

هوښیارسړي هغې پاچایۍ ته سفر وکړ. هغه فیصله وکړه چې لومړی باید د هغې ځمکې اصلي خاصیت وپېژني. یو څوک کولی شي چې د یوې ځمکې خاصیت د هغې د خلکو له ساعت تېرۍ څخه وپېژني. د دې لپاره چې یوڅوک د یوه ځای په هکله څه معلومات ترلاسه کړي په کار دی چې د هغه ځای ټوکې ټکالې یادې کړي. ټوکې ډېر ډولونه لري.

ځینې وختونه یو کس غواړي چې بل کس د خپلو خبرو له لارې خپه کړي. کله چې دویم کس وښیي چې هغه د لومړي په خبرو خپه شو، هغه وایي، ما هسې ټوکې کولې. یو متل دی چې وایي، یو سړی د بل په وړاندې هرڅه ترسره کوي ]سکروټې، غشي او مرګونې وسلې کاروي... [او بیا وایي زه فقط ټوکې کوم
داسې هم وي چې یو څوک په ریښتیا سره ټوکې کوي، خوله دې سره سره هم، بل شخص د هغه په خبرو خپه کېږي. د ساعت تېرۍ نور ډولونه هم شته.

داسې یوه پاچایي ده چې نورې ټولې پاچایۍ په کې شاملې دي. په هغې پاچایي کې چې ټولې پاچایۍ په کې شاملې دي، یو ښار دی چې د هغې پاچایۍ ټول ښارونه په کې شامل دي. په هغې پاچایۍ کې چې ټولې پاچایۍ په کې شاملې دي په هغه ښار کې چې ټول ښارونه په کې شامل دي یوه ماڼۍ ده چې ټولې ماڼۍ په کې شاملې دي. په هغه ځای کې یو سړی دی چې هرڅه یې په هغې ماڼۍ ....کې شامل کړي دي. هلته هغه سړی ناست دی چې د هغې پاچایۍ ټولې ساعت تېرۍ او ټوکې جوړوي.

هوښیار سړي ډېرې پیسې له ځان سره واخیستې او هلته لاړ. هغه د بېلابېلو ډولونو ټوکې او ساعت تېرۍ چې هلته جوړېدې، ولیدې.

له ټوکو څخه هغه پوه شو چې هغه ځمکه ټوله، سرتر پایه، له دروغو ډکه ده. هغه ولیدل چې ټوکې په دې هکله جوړېدلې چې څنګه خلک په کاروبار کې وغولول شي او دوکه ورکول شي، او څنګه کله چې خلکو یوه قضیه محکمې ته رسوله، فیصله پرې د دروغو او رشوت په اساس کېدله. تر دې چې که یو څوک به سترې محکمې ته تلو، هلته به هم له دروغو پرته بل څه نه ول، اودغه قضیې به ټولې په مسخرو اوښتلې.

له دې مسخروڅخه هوښیار سړی پوه شو چې دغه ځمکه ټوله له دروغو او خیانت څخه ډکه ده، او هلته ريښتیا او صداقت بېخي نشته.

بیا هغه د سوداګري مالونو په پېرودلو او پلورلو باندې لاس پورې کړ، چې وګوري دی څنګه غولول کېږي. هغه خپله قضیه محکمې ته ورسوله، او ویې لیدل چې هغوی هرڅه په دروغو او رشوت سره پرمخ بېول. یوه ورځ به هغه رشوت ورکړ او په سبا به یې هغه ته ویل کېدل چې دی څوک هېڅ نه پېژني.

هغه خپله قضیه یوې لوړې محمکې ته ورسوله، او ویې لیدل چې هلته هم ټول دروغ روان دي. په پای کې هغه سترې محکمې ته ورغی او ویې لیدل چې هلته هم هرڅه په دروغو او رشوت سره پرمخ ځي.  
        
بالاخره، هغه خپله قضیه پاچا ته ورسوله. کله چې هغه پاچا ته ورغی، ورته ویې ویل، ته پر چا پاچایي کوې؟ پاچایي دې ټوله، سرترپایه، له دروغو ډکه ده. صداقت په کې هېڅ نشته. بیا یې پيل وکړ، او د دې پاچایۍ روانې تېرایستنې یې ټولې په ګوته کړې.

پاچا چې دا خبرې واورېدې خپل غوږ یې د پردې طرف ته کوږ کړ چې د هوښیار سړي خبرې په ځیر سره واوري. پاچا په دې خبره ډېرزیات حیران شو چې داسې یو سړی هم شته چې د هغه په پاچایۍ کې په ټولو دروغو باندې خبر دی.

کله چې د دولت وزیرانو د هوښیار سړي خبرې واورېدې ډېر پرې په قهر شول، خو هغه په دې پاچایۍ کې د دروغو د چلند په هکله خپلو خبرو ته دوام ورکړ.

بیا هوښیارسړي وویل، دا به منطقي وي چې وویل شي چې له دې امله چې ته پاچا یې، ته هم بېخي د دې نورو په څېریې – چې ته دروغ خوښوې، بېخي لکه په پاچایي کې چې دا نور وګړي دي، خو یو شی شته چې ماته ښیي چې ته ریښتنی سړی یې. دا چې ته د دې پاچایۍ دروغ نشې زغملی، نوخپل ځان له خپل رعیت څخه یوې ډډې ته ساتېله دې سره، هوښیار سړي شروع وکړه چې ډېر په لوړه سویه د پاچا ستاینه وکړي.

پاچا ډېر بې کبره سړی وه. هرکله به یې چې د عظمت خبره کېدله، هغه به ډېره عاجزي ښودله. کله چې یو څوک په ریښتیا سره عاجز وي، څومره چې د هغه ستاینه کېږي او لویوالی یې یادېږي، هغه خپل ځان کوچنی او عاجز ښیي. له دې امله، کله چې هوښیار سړي د هغه ستاینه کوله او د هغه عظمت یې یاداوه، پاچا ځان ډېر کوچنی او عاجز ښوده، تر دې چې هغه په ریښتیا هم هېڅ شو.

بیا نو پاچا خپل ځان بېرته نشو پورته کولی. هغه پرده یوې خواته کړه چې هوښیار سړی وګوري. هغه غوښتل وګوري چې هغه څوک دی چې په دې ټولو خبرو باندې خبر دی، خو کله چې پاچا دا کار وکړ، هوښیار سړي هغه ولید. په دې توګه، هوښیار سړي وکولی شول چې خپل تر لاس لاندې انځور وباسي او خپل پاچا ته یې وروړي.
        

پيل مرغ شهزاده

یو سلطنتي شهزاده یو وخت لېونی شو او فکر یې کاوه چې له هغه څخه پیل مرغ جوړ شوی دی. هغه ځان مجبور ګاڼه چې ترمېز لاندې لوڅ کېني، او د پیل مرغ په څېر په هډوکو او د ډوډۍ په میده ګیو کې خوله ووهي. سلطنتي ډاکټرانو د تل لپاره دا هیله له لاسه ورکړه چې هغه دې له دې لېونتوب څخه بېرته ورغېږي، او پاچا په ډېر لوی غم اخته شو. 

دا وخت یو حکیم راغی او ویې ویل، زه د ده د درملنې مسؤلیت پرغاړه اخلم.
حکیم خپلې جامې واېستلې او تر مېز لاندې لوڅ د شهزاده ترڅنګ کېناست، او د ډوډۍ په میده ګیو او هډوکو کې یې لاس وهل پیل کړل. ته څوک یې؟شهزاده ترې وپوښتل. ته دلته څه کوې؟  او ته؟حکیم ځواب ورکړ. ته دلته څه کوې؟ زه پیل مرغ یم، شهزاده وویل،”زه هم پیل مرغ یم، حکیم ځواب ورکړ

هغوی د څه وخت لپاره په ګډه په دې ډول کېناستل، تر دې چې په خپلو کې سره ښه ملګري شول. یوه ورځ، حکیم د پاچا خدمتګارانو ته اشاره وکړه چې هغه ته کمیسونه ورواچوي. هغه شهزاده ته وویل، ته ولې فکر کوې چې یو پیل مرغ نشي کولی چې کمیس واغوندي؟ ته کولی شې چې کمیس واغوندې او بیا هم پیل مرغ واوسېپه دې سره هغوی دواړو کمیسونه واغوستل.

څه وخت وروسته، هغه بیا هغوی ته اشاره وکړه، او هغوی هغه ته یوه جوړه پرتوګونه ورواچول. د مخکې په څېر هغه وویل، ته ولې فکر کوې چې که ته پرتوګ واغوندې ته به پیل مرغ ونه اوسې؟

حکیم دې کار ته ترهغه دوام ورکړ چې هغوی دواړه په کالیو ښه پوره پټ شول. هغه بیا اشاره وکړه، او هغوی ته له مېز څخه منظم خواړه ورکول شول. حکیم بیا وویل، ته ولې فکر کوې چې که ته ښه خواړه وخورې ته به پيل مرغ نه ګڼل کېږې؟ ته کولی شې هرهغه څه چې زړه دې یې غواړي وخورې او بیاهم پیل مرغ و اوسې هغوی دواړو خواړه وخوړل.

په پای کې، حکیم وویل، ته ولې فکر کوې چې یو پیل مرغ باید ترمېز لاندې کېني؟ حتی پیل مرغ هم کولی شي چې پرمېز دپاسه کېني.
حکیم ترهغه دې چلند ته دوام ورکړ چې شهزاده ښه پوره روغ شو.


خرابه دانه

یو پاچا یو وخت خپل لومړي وزیرته چې د هغه ښه ملګری هم وه، وویل، زه په ستورو کې وینم چې هرڅوک چې هره غله دانه چې سږکال شنه کېږي وخوري هغه به لېونی شي. ستا مشوره څه ده؟
لومړي وزیر ځواب ورکړ، مونږ باید دومره غله وساتو چې دې ته مو اړتيا پېښه نشي چې د سږکال د فصل غله وخورو.

پاچا مخالفت وکړاو ویې ویل، خو بیا به مونږ یوازني کسان یو چې روغ به پاتې شو، نوربه ټول خلک لېوني شي. په دې توګه، هغوی به فکر وکړي چې مونږ لېوني یو. زمونږ لپاره دا ناشونې ده چې د هرچا لپاره کافي اندازه غله وساتو. نو مونږ هم باید د دې کال غله وخورو، خو مونږ باید په خپلو تندیو باندې یوه نښه ولګوو، چې لږترلږه په دې پوه شو چې مونږ لېوني یو. زه به ستا تندي ته وګورم، او ته به زما تندي ته وګورې، او کله چې مونږ دغه نښه وګورو، مونږ به پوه شو چې مونږ دواړه لېوني یو.


No comments:

Post a Comment