Saturday, August 11, 2012

The Lost Princess


ورکه شهزادګۍ
(The lost princess)

یو وخت په یو ځای کې یو پاچا وه. پاچا شپږ زامن او یوه لور درلودل. هغه خپله لور ډېره په قدر سره ساتله او ډېره مینه یې ورسره کوله. هغه به ډېر وخت له هغې سره تېراوه.

یوه ورځ چې پاچا له خپلې لور سره ناست وه، هغې ته په قهر شو او له خولې یې ووتل چې "بلا دې یوسه". د شپې د پاچا لور خپلې کوټې ته لاړه. سهار هیڅوک خبر نه ول چې هغه چېرې ده، نو پلار (پاچا) ډېر زیات خفه شو او په هغې پسې یې ډېرځایونه ولټول. وزیر چې ولیدل چې پاچا ډېر خفه دی، پورته شو او د یوه اس، یوه نوکر او د خرڅې لپاره د پیسو غوښتنه یې وکړه. هغه د نجلۍ په لټون پسې ووت. (اوس هغه نقل کوي چې هغه یې څنګه ولټوله او څنګه یې پیدا کړه).

هغه ډېر وخت په دښتو، ډاګونو او ځنګلونو کې اوږده مزلونه وکړل او هغه یې ولټوله. هغه په یوه دښته کې په یوه لاره وربرابر شو او له ځان سره یې وویل، په دښته کې مې دومره مزلونه وکړل او هغه مې ونه موندله؛ راځه چې دغه لاره ونیسم، ښایي چې څه ابادي ومومم.

هغه ډېر مزل وکړ او بیا یې یوه کلا ولیده چې ډېر عسکر ترې تاو ول. کلا ډېره ښایسته وه او ګردچاپېر ترې عسکر په نظم سره ولاړ ول. هغه له عسکرو نه وډار شو چې کېدای شي ده ته کلا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي. بیا یې له ځان سره وویل، "راځه خپله وسه به وکړم". اس یې پرېښود او پخپله کلا ته ور روان شو.

هغه ته اجازه ورکړای شوه چې دننه لاړ شي او هېڅ پوښتنه ترې ونه شوه. هغه کلا ته ننوت. له یوې کوټې نه بلې او له بلې نه به بلې ته لاړ او چا یې مخه ونه نیوله. په دې توګه هغه عمومي سالون ته ورسېد او یو پاچا یې ولید چې تاج یې پر سر او په یوه تخت باندې ناست دی او خواوشا ته یې عسکر ولاړ دي. ډېرو د هغه په وړاندې سازونه غږول او ښه خوندور مجلس روان وه. د هغه نه پاچا یا کوم بل چا هېڅ پوښتنه ونه کړه. هغه هلته نژدې ښه خوندور خواړه ولیدل، ورغی او خواړه یې وخوړل او بیا یوې خوا ته پرېوت چې وګوري نور څه کېږي. هغه ولیدل چې پاچا د شهزادګۍ د راوړلو حکم کوي. نوکران په هغې پسې ځي چې رایې وړي او ډېر شور او خوشحالي جوړېږي. شهزادګۍ چې دننه راوړل شوه سازیانو ورته سازونه وغږول. د هغې لپاره یوه چوکۍ کېښودل شوې وه او هغه پرې د هغه تر څنګ کېناسته. دا هماغه شهزادګۍ وه، وزیر هغه ولیده، او ویې پېژنده. بیا ملکې خواوشا ته وکتل او په یوه کونج کې یې یو څوک په نظر ورغی. هغې دغه سړی وپېژند نو هغه له چوکۍ نه پورته شوه او هغه ته ورغله اوپوښتنه یې ترې وکړه: "ته ما پېژنې؟"

هغه ځواب ورکړ: "هو، زه تا پېژنم. ته هغه شهزادګۍ یې چې ورکه شوې ده." هغه له هغې نه پوښتنه وکړه "ته دلته څنګه راغلې؟"

هغې ځواب ورکړ: "ځکه چې پلار مې ویلي وو چې بلا دې یوسه او دغه د بلا ځای دی".

نو هغه هغې ته وویل چې پلار دې ډېر خفه دی او کلونه کلونه کېږي چې ستا لټه کوي او هغه له هغې نه پوښتنه وکړه چې: "زه تا له دې ځای نه څنګه بېرته وړلی شم؟"

هغې ځواب ورکړ: "ته ما له دې ځای نه بهر نشې وړلی، خو که چېرې ته یو ځای انتخاب کړې او هلته یو کال پاتې شې او هر وخت زما د وړلو هیله ولرې کېدای شي چې خپل مرام ته ورسېږې. او کله چې ته وخت لرې، پرله پسې زما د وړلو هیله او امېد ولرې. ته باید روژه ونیسې. د کال په وروستۍ ورځ خو روژه نیول ډېر ضروري دي او ته باید پوره څلورویشت ساعته ویده نشې".

نو هغه لاړ او همداسې یې وکړل، او د کال په آخر کې، په وروستۍ ورځ، هغه روژه ونیوه او خوب یې ونه کړ. بیا هغه راپاڅېد او (شهزادګۍ ته ورغی چې له هغه ځای نه یې بهر وباسي). په لاره کې هغه یوه ونه ولیده چې ښایسته مڼې یې نیولې وې. هغه په سترګو ډېرې ښې لګېدې او هغه یوه مڼه ترې وخوړه. د مڼې په خوړلو سره هغه راپرېووت او د اوږده وخت لپاره خوب وېووړ. د هغه نوکر ډېر کوشش وکړ خو ونه توانېدچې هغه راپاڅوي. کله چې له خوب نه رابیدار شو له نوکر نه یې پوښتنه وکړه: "زه د نړۍ په کوم ځای کې یم؟"

نوکر ورته ټوله کیسه تېره کړه او ورته ویې ویل: "ته ډېره موده او په کلونو کلونو ویده وې او ما تر اوسه پورې خپل ځان په دې مېوه باندې ژوندی ساتلی دی."

هغه ډېر زیات خفه شو، لاړ او هغه (شهزادګۍ) یې بیاومونده. هغې ورته ګیله وکړه او خفګان یې وښود. هغې ورته وویل: " تا په یوه ورځ وبایلله" (ځکه چې تا یوازې یوه ورځ خپل ځان ونشو ساتلی او هغه مڼه دې وخوړه او تا وبایلله). ته باید په هغه ورځ راغلی وې او زه دې له دې ځای نه بهر وړې وای. دا سمه ده چې نه خوړل ډېر سخت کار دی، په تېره بیا په وروستۍ ورځ. په دې توګه بد فکر نور هم قوي کېږي، نو ته باید یو ځل بیا یو ځای انتخاب کړې او تر یو کال پورې هلته پاتې شې. په وروستۍ ورځ باید ته خواړه وخورې خو ویده کېږې به نه، او نه به هېڅ داسې شراب څښې چې خوب دې یوسي، ځکه چې ترټولو مهم شی خوب دی."

هغه لاړ او همداسې یې وکړل. په وروستۍ ورځ هغه هلته لاړ. هغه یوه روانه چینه ولیده. د چینې رنګ سور وه او د شرابو بوی ترې راته. نو هغه له نوکر نه پوښتنه وکړه: " ته پوهېږې چې دا یوه چینه ده (چې باید اوبه په کې وي) او هغه سره ښکاري او بوی ترې د شرابو ځي. " هغه لاړ او له چینې نه یې وڅښل. هغه سمدستي راپرېوت او تر ډېرو کلونو، اویا کلونو، پورې په خوب ویده پاتې شو.

هلته ډېر عسکر له هغه ځای نه تېرېدل او پوځي ساز او سامان یې له ځانونو سره لېږدول. نوکر له عسکرو څخه پټ شو. په عسکرو پسې یوه بګۍ راغله چې شهزادګۍ په کې ناسته وه. هغې بګۍ ودروله او ترې راښکته شوه. هغه له هغه سره نژدې کېناسته، هغه یې وپېژاند، او کوشش یې وکړ چې راپایې څوي خو هغه راپانه څېد، نو هغې شکایت پيل کړ او ویې ویل: "پس له دومره کوشش، زحمت او تکلیف چې تا دا څوکاله تېر کړل او له دې ځای نه زما د اېستلو لپاره دې دومره خواري وکړه او یوازې د یوې ورځې له امله چې تا کولای شوای ما له دې ځای نه وباسې، فرصت له لاسه ووت". هغې ډېر زیات وژړل او ویې ویل: "دا زما او ستا لپاره ډېره د افسوس خبره ده. زه له څومره اوږدې مودې راهیسې دلته یم او ازاده نه شوم". بیا یې د سر لوپټه راکوزه کړه او په خپلو اوښکو یې پرې لیکل وکړل او د هغه څنګ ته یې کېښوده. هغه بېرته په بګۍ کې کېناسته او له هغه ځای نه لاړه.  

وروسته هغه پاڅېد او له نوکر نه یې پوښتنه وکړه: "زه د نړۍ په کوم ځای کې یم؟" نوکر ورته ټوله کیسه تېره کړه چې ډېر زیات عسکر تېر شول، او دا چې یوه بګۍ راغله، او شهزادګۍ هغه ته وژړل، او فریاد یې وکړ چې "دا زما او ستا لپاره ډېره د افسوس خبره ده"، او داسې نور.

هغه خواوشا وکتل او نژدې یې یوه لوپټه ولیده. هغه پوښتنه وکړه چې "دغه لوپټه له کومه شوه" او هغه ځواب ورکړ چې دا هغې پرېښې ده. او په خپلو اوښکو یې لیکل پرې کړي دي. هغه لوپټه راپورته کړه او د لمر سترګې خواته یې ونیوله او لیکلي ټکي یې ولیدل. هغه لیکلي ټکي چې دهغې شکایتونه او ژړا ول، ولوستل. (په هغه کې لیکلي ول چې) نور هغه په هغې کلا کې (لکه چې مخکې یاده شوه) نشته، بلکې هغه باید د سرو زرو غر چې د ملغلرو کلا په کې ده، ولټوي، "هلته به ته ما پیدا کړې."

هغه نوکر پرېښود او پخپله د هغې په لټه پسې روان شو. هغه شهزادګۍ څو کاله ولټوله او له ځان سره یې وویل چې په اباده سیمه کې خو د سرو زرو غر او د ملغلرو کلا نشته ځکه چې هغه د نړۍ د نقشې ماهر وه. هغه له ځان سره وویل، زه باید د لټون لپاره د دښتو لوری ونیسم او بیا یې د هغې په لټه کلونه کلونه دښتې ولټولې.

په یوځای کې هغه یو دېو ولید چې صورت یې د انسان په څېر نه وه. دېو یوه لویه ونه چې په ابادو سیمو کې نه موندل کېدله، له ځانه سره روانه کړې وه. دېو له هغه نه پوښتنه وکړه چې "ته څوک یې؟" هغه ځواب ورکړ چې "زه انسان یم". دېو ډېر حیران شو او ویې ویل، "زه دا ډېره موده په دې دښته کې اوسم خو ما تر اوسه پورې دلته انسان نه دی لیدلی".

هغه ورته ټوله کیسه تېره کړه او ورته ویې ویل چې هغه د سرو زرو  غره او د ملغلرو د کلا په لټه راوتلی دی. دېو هغه ته ځواب ورکړ: "دا هېڅ امکان نه لري". او ورته ویې ویل چې "له دې کار نه تېر شه. ته هسې کم عقل یې چې داسې څیز پسې ګرځې چې پیدا کېږي نه".

هغه په چیغو چیغو وژړل. هغه سخت وژړل (وزیر سخت وژړل) او ویې ویل چې دا به خامخا پیدا کېږي. دا به خامخا چېرته موجوده وي. هغه هغه منع کړ (دېو هغه منع کړ) او ورته ویې ویل چې ته هسې بېکاره کار پسې سر شوی یې او هغه (وزیر) وویل چې هغه به خامخا چېرې پیدا کړای شي. هغه (دېو) وزیرته وویل، زما په نظر دا هسې یوه بې ځایه خواري ده خو ته ضد نیولی یې. دا چې زه د ټولو ځناورو قوماندان یم نو زه به له تاسره یوه مرسته وکړم او ټول ځناور به راټول کړم. هغوی په ټوله نړۍ کې ګرځي. کېدای شي چې له هغوی څخه کوم یو د سرو زرو د غره او د ملغلرو د کلا په هکله معلومات ولري. نو هغه ټول لوی او واړه ځناور سره راټول کړل او پوښتنه یې ترې وکړه. هغوی ټولو ځواب ورکړ چې هغوی داسې شی بېخي لیدلی نه دی. هغه وویل، ودې لیدل. ته هسې بې ګټې کار پسې راوتلی یې. که زما خبره منې، بېرته لاړ شه. ته نشې کولی چې داسې څه ومومې ځکه چې په نړۍ کې وجود نه لري.

وزیر په تونده ځواب ورکړ او ویې ویل چې "هغه خامخا وجود لري. "

دېو وزیر ته وویل: زه په صحرا کې یو ورور لرم. هغه د ټولو مرغانو قوماندان دی. هغوی په هوا کې جیګ الوزي او کېدای شي چې دغه غر او کلا یې لیدلې وي. ته لاړ شه او هغه ته ووایه چې ته هغه ته ما ورلېږلی یې.

هغه کلونه کلونه وګرځېد او یوه ورځ یې یو لوی موجود ولید چې ده هم یوه لویه ونه را اخیستې وه. هغه د لومړي دېو په څېر له ده نه پوښتنې وکړې. وزیرځوابونه ورکړل او پوره کیسه یې ورته تېره کړه او ورته ویې ویل چې د هغه ورور دی (هغه ته) رالېږلی دی. دغه دېو هم وزیر منع کړ او ورته ویې ویل چې دا نشي کېدلی. وزیر ډېر په مینه سره وښودله چې دا خامخا وجود لري.

دېو ورته وویل چې "زه د ټولو مرغانو قوماندان یم. زه به هغوی ټول راټول کړم. کېدای شي چې هغوی څه معلومات ولري". هغه ټول مرغان راټول کړل او له ټولو لویو او وړو مرغانو نه یې پوښتنه وکړه. هغوی ځواب ورکړ چې د سرو زرو د غره او د ملغلرو د کلا په باره کې هېڅ معلومات نه لري. بیا دېو وزیرته وویل: "ودې لیدل چې د ځمکې پر مخ دغه شی نشته." که چېرې زما خبره منې، بېرته وګرځه ځکه چې دا شی بالکل وجود نه لري.

وزیر سخت دلایل وړاندې کړل او ویې ویل چې "دا به هرو مرو په نړۍ کې وي".

دېو ورته وویل: "په صحرا کې وړاندې زما ورور دی. هغه د بادونو قوماندان دی او بادونه په ټوله نړۍ کې ځغلي. کېدای شي چې هغوی څه خبر ولري.

هغه کلونه کلونه مزل وکړ او یو ځل بیا له یوه دېو سره چې یوه لویه ونه یې را اخیستې وه مخامخ شو. دغه دېو هم له وزیرنه پوښتنې وکړې او هغه ځوابونه ورکړل او ټوله کیسه یې ورته تېره کړه. دېو هغه منع کړ خو کله چې وزیر هغه ته ډېر منتونه او زارۍ وکړې هغه (درېیم ورور) وویل: "زه به له تاسره یو احسان وکړم. ستا له پاره به ټول بادونه دلته راټول کړم او په دې باره کې به ترې پوښتنه وکړم. دېو بادونه راوغوښتل، ټول بادونه راغلل. هغه له ټولو نه پوښتنه وکړه خو یوه هم د سرو زرو د غره او د ملغلرو د کلا په باره کې معلومات نه درلودل. بیا سړي وزیرته وویل: "ودې لیدل. ته هسې بېکاره یې چې د داسې شي لټه کوې".

وزیر په چیغو چیغو وژړل او ویې وویل: "زه په یقین سره پوهېږم چې دا شیان خامخا وجود لري."

په دغه وخت کې یو بل باد راغی. قوماندان ترې په غوسه پوښتنه وکړه چې: "ولې دومره ناوخته راغلې. ما حکم کړی وه چې ټول بادونه دې راشي. ته له هغوی سره ولې رانه غلې؟" هغه ځواب ورکړ: "په ما باندې له دې امله ناوخته شوه چې ما د سرو زرو په غره کې د ملغلرو کلا ته یوه شهزادګۍ وړله".

وزیر ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغه داسې خبره واورېده چې غوښتل یې وایې وري.

بیا د بادونو قوماندان له باد نه پوښتنه وکړه: "هلته څه ارزښتناک دي؟" هغه ځواب ورکړ: "هلته هر څه ارزښتناک دي".

د بادونو قوماندان غږ وکړ او وزیر ته یې وویل چې دا چې ته ډېره موده د هغه لټون کوې او ډېر تکلیفونه دې ګاللي دي زه تا ته یو کالی درکوم. هر چېرې چې د پیسو له خوا ستا لاس تنګ شي، په هغه کې لاس ننه باسه، پیسې به ترې راوباسې. هغه باد ته حکم وکړ چې هغه هغه ځای ته ورسوي.

توپاني باد راغی او هغه یې هلته تر دروازې پورې ورساوه. هلته عسکر ولاړ ول او هغه یې ښار ته دننه نه پرېښود. هغه خپل لاس په هغه کالي کې دننه کړ او پیسې یې ترې را واېستې او هغوی ته یې رشوت ورکړ او ښار ته ننوت. هغه یو ښکلی ښار وه. هغه یو شتمن سړي ته ورغی او د اوسېدو لپاره د ځای ورکولو په بدل کې یې هغه ته پیسې ورکړې ځکه چې هغه کولی شول چې د څه وخت لپاره هلته پاتې شي. هغه ضرورت درلود چې خپل ذکاوت او حکمت په کار واچوي او شهزادګۍ له هغه ځای نه وباسي. په آخرکې وزیر شهزادګۍ له هغه ځای نه را واېسته (خو دا چې څنګه یې را واېستله په دې باره کې یې څه ونه ویل). 

The Merchant and the Pauper


سوداګر او فقیر
(The Merchant and the Pauper)


یو وخت په یو ځای کې یو لوی سوداګر وه چې ډېر زیات شتمن وه. هغه ډېره لویه سوداګري درلوده، او مالي اسناد او لیکونه یې ټولې نړۍ ته تللي ول. هغه تر ټولو ښه هر څه درلودل.           

له هغه څخه کوزیو فقیراوسېده. هغه ډېر زیات غریب وه او په هر څه کې د شتمن سوداګر بېخي برعکس وه (داسې چې د هغوی مقامونه یو د بل پر ضد ول، څنګه چې سوداګر ډېر زیات شته درلودل په ورته وخت کې فقیر ډېر زیات فقر درلود).  

هغوی دواړو کوچنیان نه لرل. سوداګر کوچنیان نه درلودل، اوهمداسې فقیرهم کوچنیان نه درلودل.

یو ځل سوداګر خوب ولید چې خلک د هغه کورته راغلي وي او شیان په کڅوړو کې اچوي او ټولوي یې.هغه پوښتنه کوي «تاسو څه کوئ؟» هغوی ځواب ورکوي «مونږ هرڅه د فقیرکره وړو» (دا هغه فقیر وه چې له هغه څخه کوزاوسېده).

هغه په دې کار سره ډېر زیات وکړېد او ډېر نا ارام شو، ځکه چې هغوی غوښتل چې د هغه ټول شته ترې واخلي او له فقیرکره یې وېسي، او هغه نشول کولی چې هغوی له دې کار څخه په خپل قهر سره راوګرځوي ځکه چې ډېر زیات خلک په دې کار بوخت ول. نا اشنا خلکو دهغه د ټولو سوداګریزومالونو، شتمنۍ اوملکیت هر څه په کڅوړو کې ټول کړل. هغوی هر څه له فقیرکره وېوړل، او له تشو دېوالونو پرته یې هیڅ هم پرېنښودل.

هغه ډېر زیات خفه وه، چې راپاڅید پوه شو چې دا هر څه یو خوب وه، خو ان وروسته له هغه چې پوه شو چې دا هرڅه یوازې یو خوب و، او د خدای شکر یې ادا کړ چې هر څه لا هم د هغه په واک کې ول، د هغه زړه ډېرپه ډار سره ټوپونه وهل. خوب هغه ډېر خپه کړ، او هغه نشول کولی چې له ذهنه یې وباسي.

اوس د فقیراو د هغه د ښځې په برخه کې، هغه له پخوا نه له دې سره عادت وه چې په هغوی باندې به یې پام کاوه، او هرهغه څه به یې ورکول چې وس یې پرې رسېده. اوس تر خوب لیدلو وروسته هغه د هغوی په هکله خپله پاملرنه له مخکې څخه نوره هم ډېره کړه، خو هرکله به چې غریب سړی او ښځه یې د هغه کور ته ورغلل، د هغه په څېره کې به تغیر راغی او ډېر به وډار شو، ځکه چې هغه ته به هغه خوب وریاد شو.

هغوی، یعنې فقیراو ښځه یې، له هغه کره ډېرورتلل او له هغه سره به یې لیدل. یو ځل، کله چې د فقیرښځه راغله چې هغه وګوري او هغه هغې ته څه ورکړل، د هغه په څېره کې تغیر راغی، او ډېر ووېرېد او سربدال شو.

ښځې وویل، «بخښنه غواړم، کولی شې راته ووایې چې څه دلیل دی چې هر کله چې مونږ تا ته راشو، ستا په څېره کې ډېر زیات تغیر راځي». هغه هغې ته د خپل خوب ټوله پېښه بیان کړه، او دا چې اوس له هغه وخت راهیسې د هغه زړه له وېرې ډک شوی دی.

هغې یوه ټاکلې نېټه یاده کړه او پوښتنه يې وکړه چې، «آیا خوب په هغه شپه وه؟» هغه ځواب ورکړ، «هو». « د هغه معنی څه ده؟» هغې وویل، «په هغې شپه ما هم یو خوب ولید». «ما خوب ولید چې زه ډېره شتمنه یم او دا چې خلک زما کور ته راتلل اوکڅوړې یې ډکولې. ما له هغوی څخه پوښتنه وکړه چې چېرې یې وړي، او هغوی ځواب راکړ، « له فقیر کره!» (هغوی سوداګرته اشاره کوله، خو دا وخت هغوی هغه ته فقیرویل.) ته ولې د یوه خوب په هکله دومره فکرکوې؟ خوب خو ما هم لیدلی دی».
             
د هغې د خوب په اورېدلو سره فقیرنورهم ووېرېد او سربدال شو. داسې ښکارېدل چې د هغه شتمني او ملکیت دې فقیرته وېوړل شي او د فقیرفقر دې ده ته راوړل شي. هغه ډېر سخت ووېرېد.

یوه ورځ د سوداګر ښځې د بګۍ په واسطه سفر وکړ. هغې له ځان سره نورې ښځې بوتللې، د فقیرښځه یې هم له ځان سره بوتلله، او په چکر لاړې.

د سفر پر وخت، یو جنرال او لښکر یې پرهغوی تېرېدل. کله چې پوځ تېرېده، هغوی واټ بند کړ. جنرال ولیدل چې ښځې روانې دي، هغه حکم وکړ چې له هغوی څخه یوه باید ستنه کړل شي. د هغه سړي لاړل او د فقیرښځه یې ترې بېله کړه او مجبوره یې کړه چې د جنرال د بګۍ خوا ته لاړه شي. هغوی بیا هغه له ځان سره بوتله.

داسې لاره نه وه چې هغه دې پرې خلاصی ومومي ځکه چې په لږ وخت کې هغوی لیرې شول. د دې ترڅنګه، له جنرال سره یو لښکرهم وه نو جنرال هغه له ځان سره کړه او خپلې سیمې ته یې وېوړه. هغه له خدای نه ډېره ډارېده؛ هغې د هغه د غوښتنو اورېدلو ته هېڅ غوږ ونه نیوه، او ډېر یې وژړل. هغوی هغې ته ډېرې زارۍ وکړې او له هغې سره یې ډېره مینه وښوده، خو بیا هم هغې له خدای نه ډېره وېره ښودله. اوهغه، د سوداګر ښځه، او نورې ښځې له خپل سفر څخه بېرته ستنې شوې، او د فقیرښځه په بل لوري تللې وه.

فقیرډېر زیات ژړل، خپل سر یې په پرېشانۍ سره پر دېوال واهه، او په پرله پسې توګه یې د خپلې ښځې ماتم کاوه.

یوه ورځ سوداګر د فقیر د کور ترڅنګ تېرېده، وایې ورېدل چې غریب سړی ډېر سخت ژاړي، او خپل سر پر دېوال وهي. هغه دننه ورغی او پوښتنه یې وکړه، « ته ولې داسې ژاړې؟»

هغه ځواب ورکړ، «ولې زه ونه ژاړم؟» «ما ته څه پاتې شول؟ څوک به شتمني لري څوک به کوچنیان لري، خو زه نور څه لرم؟ اوس مې ښځه هم رانه وېوړل شوه، نو ما ته څه را پاتې شول؟»

د فقیر د غم او درد په لیدلو سره د سوداګر زړه سخت ودردېد او له فقیرسره یې همدردي پیدا شوه.
             
بیا سوداګر یو بې پروا کار وکړ، چې بېخي لېونتوب و. هغه لاړ او پوښتنه یې وکړه چې جنرال چېرې اوسېږي، او په هغه لوري یې سفر وکړ.

هغه ډېر بې پروا کار وکړ. هغه مخامخ د جنرال کور ته ورغی. جنرال هلته ساتونکي درلودل، خو سوداګر، له دې امله چې په بل حال وه، هېڅ شي ته هم پام ونه کړ. هغه ساتونکیوته هېڅ پام ونه کړ.

ساتونکیوهم سخت ټکان وخوړ او چې داسې یو سړی یې ولید چې داسې وحشیانه عمل کوي نو ډېر ناارام شول. هغه دلته څنګه راغی؟ او د خپلې پرېشانۍ له امله، ساتونکيود هغه مخه ونه نیوله، او هغه وکولی شول چې له ټولو ساتونکیو څخه تېر شي او د جنرال تر استوګنځي پورې، چې د فقیرښځه په کې پرته وه، ځان ورسوي.
هغه هغې ته ورغی او راویښه یې کړه. ورته ویې ویل «راځه».

کله چې هغې هغه ولید، سربداله شوه او ووېرېده، هغه هغې ته وویل، «راځه له ماسره، چټکه راځه».هغه له هغه سره لاړه، او بیا هغوی له ټولو ساتونکیو څخه تېرشول، تر دې چې بهر ووتل، بیا نو د هغه سوچ سرته ورغی او پوه شوچې څه کاریې کړی دی، یو ډېربې پروا کار. هغه پوه شو چې ژر به هلته یوه لویه غوغا جوړه شي، همداسې وهم شول. د جنرال د سړیو له خوا یوه لویه غوغا جوړه شوه.

سوداګرلاړاوخپل ځان یې په یوه کنده کې چې د باران له اوبو نه ډکه وه پټ کړ. هغوی ترهغه وخت پورې پټ ول چې غوغا پای ته ورسېده. هغه تر دوو ورځو پورې په دې کنده کې له هغې سره پاتې شو.

هغې هغه لویه قرباني چې هغه د هغې له پاره ورکړه، او هغه لوی کړاو چې هغه د هغې له پاره پر ځان ومانه، ولیدل، هغې په خدای قسم یاد کړ چې خپل ټول ښه بخت او طالع (شونې وه چې هغه دې څه ښه بخت، ښايي ډېر ارزښت، او طالع ولري) له سوداګرڅخه ونه درېغوي. تر دې چې که هغه وغواړي چې د هغې ټول طالع او لویوالی واخلي، او هغه بېخي هسې شي لکه چې هغه په اصل کې وه، هغه به له هغه څخه هېڅ ونه درېغوي، خو په داسې یو ځای کې به شواهد څنګه پیدا کړای شي؟ هغې هغه کنده د یوه شاهد په توګه ونیوله.

دوره ورځې وروسته، هغه له هغې سره لاړ. هغوی وړاندې لاړل، اوهغه له هغې سره وړاندې او وړاندې لاړ. هغه پوه شو چې هلته په هغه ځای کې هم د هغې لټون کېده. دا ځل هغه لاړ او ځان یې له هغې سره په مذهبي حمام کې پټ کړ.

هغې د هغې لویې قربانۍ او کړاو په هکله بیا فکر وکړ چې هغه د هغې له پاره ګاللي ول. هغې بیا د مخکې په څېر قسم یاد کړ، (چې د هغې ټول ښه او داسې نور) او مذهبي حمام یې د شاهد په توګه ونیول. هغوی هلته هم د څه دوه ورځو له پاره پاتې شول.

هغوی بیا روان شول او نور وړاندې لاړل. بیا هغه پوه شو چې دلته هم د هغې لټون روان دی. نو بیا، هغه له هغې سره پټ شو، هر ځل په یو بل ځای کې، د اوبو په اوو بېلابېلو ځایونو کې: هغه کنده او حمام چې مخکې ذکر شول، یو حوض، یوه چینه، یو لښتی، یو سیند او یو ډنډ. په هر ځای کې چې هغوی پټېدل، هغې تل د هغه د ځان قرباني او کړاو چې هغه د هغې له پاره پرځان ګاللي ول خپل ځان ته وریادول، او تل به یې هسې قسم یاداوه لکه چې مخکې یې یاد کړی وه. هر ځل به یې ځای د یو شاهد په توګه نیوه. هغوی سفر ته دوام ورکړ، چې هر ځل به په دغو ځایونو کې پټېدل، تر هغه چې بالاخره هغوی سیند ته ورسېدل.

سم چې هغوی سیند ته راورسېدل، دا چې سوداګر یو لوی سوداګر وه او د سیند لارې ورته معلومې وې، هغه وکولی شول چې داسې تیاری ونیسي چې خپل وطن ته پرې ورسېږي. هغه سفر وکړ او د فقیرله ښځې سره یو ځای کور ته راغی، او هغه یې فقیرته بېرته ورپه لاس کړه. هرې خوا ته خوشحالي شوه.

په سوداګرباندې خدای له دې امله چې داسې یو کار یې کړی و، او سربېره پردې یې هغه په پوره امانت سره راوستې وه (یعنې د خدای وېره ورسره وه او هغې ته یې لاس نه وه وروړی)، خدای رحم وکړ او په هغه کال یې یو زوی ورکړ. هغې هم، د فقیرښځې، چې له جنرال او سوداګر دواړو سره د پاتې کېدلو پر وخت يې د هغوی دواړو دغوښتنې په مقابل کې مقاومت کړی وه، هغه هم لایقه وګڼل شوه، او یوه لور یې وزېږوله؟

نجلۍ په نه باور وړ او فوق العاده توګه ښکلې وه. هغه داسې یوه ښکلا وه چې هغه یې له نور بشریت څخه بېله کړې وه. داسې ښکلا هېڅکله هم په انسانانو کې نه وه لیدل شوې. خلکو به ویل، «خدای دې یې له بدو سترګو وساتي» (کله چې یوڅوک داسې بې جوړې وي هغه په سختۍ سره ثمر ته رسېږي (ډېر وخت له نظره کېږي). د هغې ښکلا ډېره فوق العاده وه، چې مثالونه یې تر دې مخکې هېڅکله هم په نړۍ کې نه ول لیدل شوي.

ټول خلک راتلل چې هغه وګوري، او هغوی د هغې ښکلا ته، چې ډېره فوق العاده وه، ډېر حیران ول. هغوی تل هغې ته له مینې نه سوغاتونه ورکول. هرچا دومره سوغاتونه ورولېږل چې فقیرشتمن شو.

په ورته وخت کې، له سوداګر سره داسې نظر پیدا شو چې هغه باید له فقیرې سره د هغې د ډېرې ښکلا له امله چې ډېره بې جوړې وه، د خپلوۍ خبره وکړي. هغه له ځان سره وویل چې ښایي دا د هغوخوبونو معنی وي چې په کې هغه څه چې د هغه ول فقیرته راوړل کېدل، او هغه چې د فقیر ول هغه په کې هغه ته راوړل کېدل. د خوب معنی ښایي دا وي چې هغوی باید د خپلو کوچنیانو تر منځ یو ازدواج رامنځته کړي، او د هغوی د یوځای کېدلو په نتیجه کې به هغه څه چې د هغوی ول د هغوی ترمنځ سره ګډ شي.

یوه ورځ چې د فقیرښځې له هغه سره ولیدل، هغه هغې ته د هغه د دې هیلې په هکله وویل چې که هغوی د خپلو کوچنیانو ترمنځ د واده له پاره تیاری وکړي. هغه وښودله چې ښایي د دې له لارې خوبونه ریښتیا راوځي.  

هغې ځواب ورکړ، «ما هم د دې په هکله فکر کاوه»، «خو ما زړه نه کاوه چې د داسې یو واده په هکله له تاسو سره بحث وکړم. که ته غواړې، زه بالکل تیاره یم چې داسې کار وکړم، او زه به هېڅکله هم ستا مخه ونه نیسم. ما لا پخوا قسم کړی دی چې زه به هېڅکله هم له تا نه هيڅ ښه ونه درېغوم.»

د سوداګر زوی او د فقیرلورسره یوځای ښوونځي ته لاړل، او خارجي ژبې یې، لکه چې هلته رواج وه، زده کړې. په ورته وخت کې، خلک راتلل چې نجلۍ د هغې د ځانګړې ښکلا له پاره وګوري، او هغوی هغې ته هومره ډېر سوغاتونه ورکړل چې فقیرشتمن شو.

سلطنتي وزیران هم راغلل چې هغه وګوري، اوهغوی په هغه څه چې ویې لیدل ډېر زیات خوشحال شول. هغوی پوه شول چې د هغې ښکلا بې جوړې او فوق العاده وه، ځکه چې هغه له عادي بشري حدودو څخه تېره وه.

د هغې د ډېرې خیالي ښکلا له امله، له ځینې وزیرانو سره داسې نظر پیدا شو چې له فقیرسره د واده خبره  وکړي. هغو وزیرانوچې زامن یې درلودل ډېرغوښتل چې د هغوی زامن دې له هغې سره واده وکړي، خو د هغو له پاره نامناسبه ښکارېده چې داسې د یوې ټیټې طبقې له شخص سره دې واده وکړي. له دې امله هغوی اړتیا درلوده چې هڅه وکړي چې د فقیرمقام لوړ کړي.

هغوی داسې تیاری ونیو چې فقیرلومړی د امپراتور په خدمت کې د یو ډګرمن په توګه کار پيل کړي. وروسته هغه لوړاو نورهم لوړشو، ځکه چې هر ځل هغوی د هغه د ترفیع ورکړه چټکوله، تر دې چې هغه په چټکۍ سره ډېر لوړ او جنرال شو. په دې وخت کې وزیرانو غوښتل چې ور وړاندې شي او له هغه سره د واده خبره وکړي، خو دا کار سخت و، ځکه چې ډېرو وزیرانو غوښتل چې داسې وکړي، او ډېرو د هغه له پاره د ترفیع د ترلاسه کولو په برخه کې هڅه کړې وه. (له دې امله، هغه ونشول کولی چې له هېڅ یو سره هم په واده  جوړشي.) د دې ترڅنګه، هغه نشول کولی چې د سوداګر له امله هم له هغوی سره په واده جوړشي، ځکه هغه لا له وخته څرګنده کړې وه چې د هغه لور باید له هغه سره واده شي.
                                                       
یو وخت چې فقیرجنرال شو، نوربریالیتوب یې هم ترلاسه کړ. امپراتور هغه جنګونو ته ولېږه، او هغه هرځل فاتح راوګرځېد. نو امپراتور نوره ترفیع هم ورکړه، په دوامداره توګه لوړه او لوړه، او هغه تل ډېر بریالی وه.

بیا امپراتور مړ شو. ټول رعیت پرېکړه وکړه چې فقیرباید نوی امپراتور شي. کله چې وزیران سره جرګه شول، هغوی ټول پر دې سره سلا شول چې هغه دې امپراتور شي.

په دې توګه هغه سړی چې پخوا فقیر وه اوس امپراتور شو. هغه جګړې وکړې او ډېر بریمن شو، او ډېرې ځمکې یې فتحه کړې. هغه نورې جګړې وکړې، او تل بریالی راستون شو، چې په دوامداره توګه یې بریالیتوبونه ترلاسه کول، تر هغه چې ټولو نورو پاچاهیو پرېکړه وکړه چې هغوی به په خپله خوښه د هغه واکمنۍ او حکمونو ته غاړه ږدي. ځکه چې هغوی د هغه لوی بری ولید، چې هغه د نړۍ ټوله ښکلا او هرې ښې طالع درلودې. له دې امله ټول پاچایان سره جرګه شول او پرېکړه یې وکړه چې هغه به د ټولې ځمکې امپراتور وي، او هغوی هغه ته یو په سرو زرو لیکلی سند ورکړ.

امپراتور (هغه چې فقیر وه او پر ټوله نړۍ امپراتور شو) اوس نه غوښتل چې له سوداګر سره د واده تړون وکړي، ځکه چې له یوه امپراتور سره نه ښایي چې له یوه سوداګر سره واده وکړي. البته، د هغه ښځې ملکې، د سوداګر له پرېښودلو سره مخالفت وکړ. (یعنې هغه د سوداګر په خوا ودرېده ځکه چې هغه د هغې له پاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و، او داسې نور) او امپراتور ولیدل چې هغه نشوای کولی چې د سوداګر له پاره بل واده وکړي، په تېره بیا له دې امله چې د هغه ښځې په کلکه سره د سوداګرملاتړ کاوه.

په دې توګه هغه د سوداګر په وړاندې د پلانونو طرحه کول پیل کړل. د هغه لومړی حرکت دا وه چې هغه بې شتو کړي. هغه دا ټول پلانونه داسې ترسره کول لکه هېڅ چې د هغه له خوا څخه نه وي، او هغه په دوامداره توګه داسې ترتیبات نیول چې هغه خراب کړي. یو امپراتور بې له شکه دا توان لري. هغه په دوامداره توګه د سوداګر له پاره تاوانونه، او په سوداګرۍ کې ماتې ورواړول، تر هغه چې هغه بې شتو، یو پوره فقیر، شو.

هغې، ملکې په دوامداره توګه د سوداګرملاتړ کاوه. امپراتور پوه شو چې تر هغه پورې چې زوی ژوندی وي، (یعنې د سوداګر زوی) دا به ناشونې وي چې له بل چا سره دې واده وشي. نو هغه داسې هڅې پیل کړې چې د سوداګر زوی له منځه وېسي. هغه یو پلان طرحه کړ چې له هغه نه ځان خلاص کړي، د دروغو تورونه یې ولګول، او قاضیان یې مقرر کړل چې قضيه وچلوي. قاضیان پوه شول چې امپراتورغواړي چې ځوان یوې ډډې ته کړي، نو هغوی هغه ته داسې سزا واوروله چې هغه په یوه بوجۍ کې بند او په سیند لاهو شي.

ملکه له دې امله په زړه کې ډېره غمجنه وه خو تر دې پورې چې ان ملکې هم نه شوی کولی چې د امپراتور مخالفت وکړي.

ملکه هغوسړيوته چې وظیفه ورکول شوې وه چې ځوان سیند ته ورواچوي، ورغله. هغه د هغوی په پښو کې پرېوته، ډېرعذرونه یې کول چې د هغې له پاره دې هغوی هغه ته اجازه ورکړي چې لاړ شي. تر هرڅه ایسته، ولې هغه د دې وړ ګرځول شوی چې ودې وژل شي؟ هغې غوښتنه وکړه چې هغوی دې یو بل بندي چې په مرګ محکوم شوی وي، واخلي، او سیند ته دې یې واچوي، او ځوان دې وژغوري.

د هغې هڅو نتیجه ورکړه او هغوی هغې ته قسم یاد کړ چې هغوی به هغه ژغوري اوهغوی همداسې وکړل. هغوی بل سړی راونیو او سیند ته یې واچاوه، او هغوی د سوداګر زوی ته اجازه ورکړه چې لاړ شي. هغوی هغه ته وویل، «ځه! ځه!» او هغه هم په خپله مخه لاړ.

ځوان لا د وخته پوخ وه، نوهغه په خپله مخه ولاړ. مخکې له دې، یعنې مخکې له دې چې ځوان لاړ شي، ملکې خپله لور ځان ته وروغوښته. هغې وویل، «زما لورې، ته باید پوهه شې چې دغه د سوداګر زوی په تقدیر کې ستا د ژوند ملګری دی.»

هغې بیا خپلې لور ته ټوله هغه کیسه وکړه چې پرې تېره شوې وه. «سوداګر خپل ارام او خوښي زما له پاره قربان کړل او په اوو ځایونو کې (یعنې په اوه قسمه اوبو کې) له ما سره یو ځای وه، او هر ځل ما په خدای  قسم یاد کړی دی چې زه به له هغه نه هېڅ داسې ښه چې زه یې لرم نه ایساروم، او دغه اوه ځایونه [کنده، مذهبي حمام، او د اوبو اوه نور ډولونه] مې د شاهدانو په توګه نیولي دي. په دې توګه، ته زما ټول ښه، بخت، او بریالیتوب یې. بې له شکه چې ته د هغه د زوی یې او د هغه زوی ستا د ژوند ملګری دی خو ستا پلار د خپل غرورله امله غواړي چې هغه بې له کوم دلیله ووژني. ما لا د وخته یوه هڅه کړې چې هغه وژغورم او په بري سره مې هغوی دې ته تیار کړي چې هغه بچ کړي. له دې امله ته باید پوهه شې چې هغه ستا د ژوند ملګری دی او ته باید په نړۍ کې له هېڅ بل سړي سره د واده له پاره موافقه ونه کړې».

نجلۍ د خپلې مور خبرې ومنلې، ځکه چې هغه هم له خدای څخه وېرېده. هغې خپلې مور ته ځواب ورکړ چې هغه به په یقین سره د هغې په خبرو عمل کوي.

نجلۍ بیا لاړه او د سوداګر زوی ته یې چې لا په محبس کې وه یو لیک واستاوه. هغې ولیکل چې هغه د هغه په خوا ولاړه ده او دا چې هغه د هغې د ژوند ملګری دی. هغې هغه ته د نقشې یوه برخه ورولېږله چې ټول هغه ځایونه پرې رسم شوي ول چې د هغې مور په کې د هغه له پلار سره پټه شوې وه، چې هغه اوه شاهدان ول: کنده، مذهبي حمام، او نور ځایونه. په هغې باندې هغې د یوې کندې، یو مذهبي حمام، او د اوبو د نورو ځایونو انځورونه کښلي ول. هغې هغه ته ډېر سخت اخطار ورکړ چې هغه باید ډېر، ډېر پام وکړي چې دغه یادښت له ځان سره وساتي. بیا هغې د لیک په پای کې په خپل نامه لاسلیک وکړ.

تر دې وروسته، همداسې پېښ شول: مسؤل شخص د هغه پرځای بل کس راوست او د سوداګر زوی ته یې اجازه ورکړه چې لاړ شي، اوهغه په خپله مخه لاړ.

هغه لاړ او لاړ تر دې چې سیند ته ورسېد، هلته هغه په یوه کشتۍ کې سپور شو او په سیند ورګډ شو. یو قوي توپاني باد راوالوت، او کشتۍ یې یو دشتي ساحل ته واېسته. باد دومره قوي وه چې په زور سره یې کشتۍ ماته شوه، خو مساپر ژوندي پاتې شول، او وچې ځمکې ته ورسېدل. هلته یوه دښته وه، نو د کشتۍ خلک د خوړو په لټون پسې ووتل؛ هر یو د خوړو له پاره د څه په موندلو پسې شو.

له هغه ځای نه کشتۍ نه تېرېدې، ځکه هغه یوه دشتي سیمه وه. له دې امله، هغوی داسې تمه نشوی کولی چې بله کشتۍ دې راشي او هغوی دې کورونو ته ورسوي. هغوی دښتې ته لاړل چې خواړه ولټوي. په دې توګه هغوی تیت او سره بېل شول.

ځوان سړی په دښته ورننوت، لاړ او پسې لاړ، تر هغه چې له ساحل څخه ډېر لیرې شو. کله چې هغه پرېکړه وکړه چې بېرته راوګرځي، نه یې شول کولی چې دا کار وکړي. څومره چې هغه ډېره هڅه کوله چې بېرته راوګرځي، هومره لیرې کېده، ترهغه چې هغه پوه شو چې هغه نشي کولی چې بېرته ستون شي. له دې امله، هغه په دښته کې وړاندې او پسې وړاندې لاړ. هغه یوه لینده درلوده چې خپل ځان پرې په دښته کې د وحشي حیواناتو په وړاندې له خطر څخه وژغوري.

چېرې چې هغه لاړ، ویې کولی شوی چې د خوراک له پاره یو څه ومومي. هغه لاړ او پسې لاړ تر دې چې له دښتې څخه ووت، او یو ځای ته ورسېد. هلته یوتش ځای وه چې اوبه په کې وې او خواوشا ترې مېوه لرونکې ونې تاوې وې. هغه مېوه وخوړه او اوبه یې وڅښلې.

هغه پرېکړه چې هغه به په دې ځای کې پاتې شي او تر هغه چې ژوندی وي هلته به پاتې شي. هغه پوه شو چې د هغه له پاره به سخته وي چې ښاري ژوند ته بېرته وروګرځي او څوک پوهېږي چې که هغه دا ځای پرېږدي آیا هغه به د دې په څېر بل کوم ښه ځای پیدا کړي؟ له دې امله هغه پرېکړه وکړه چې هم هلته پاتې شي او خپل پاتې عمرپه هغه ځای کې تېر کړي.

هغه دغه ځای ډېر ګټور وموند، مېوې به یې خوړې او اوبه به یې څښلې. ځینې وختونه به هغه بهر وتلو او د خپلې لیندې په واسطه به یې یو سوی یا هوسۍ وویشت، او غوښه به یې وخوړه. هغه به کبان هم نیول ځکه چې هلته په هغو اوبو کې ډېر ښه کبان ول. له دې امله هغه فکر وکړ چې دا به د هغه له پاره ډېره ښه وي چې هغه د خپل پاتې عمر له پاره هلته پاتې شي.

امپراتور وروسته ترهغه چې د سوداګر زوی یې په سزا ورساوه، او له هغه څخه بېکاره شو (ځکه امپراتور فکر کاوه چې په ځوان سړي باندې په ریښتیا سره فیصله شوې او عملي شوې ده، او هغه نور په دنیا کې نشته)، اوس کولی شوای چې د خپلې لور د واده تړون وکړي. له دې امله له بېلابېلو پاچایانو سره د هغې له پاره د یوه انډول د پيدا کولو خبرې پیل شوې.

امپراتور د خپلې لور له پاره یوه ځانګړې ماڼۍ جوړه کړه چې هغه هلته اوسېده. هغې د اشرافو لوڼې د خپلو مجلسونو له پاره ورغوښتلې، او هلته اوسېده. هغې به د موسیقۍ آلې غږولې او په ورته ساعت تېریو کې به چې دود وه، بوخته وه.

کله به چې هغې ته د یوې جوړې وړاندیز وشو، هغې به تل داسې ځواب ورکاوه چې ټولې خبرې (چې د جوړې په هکله وې) به یې رد کړې، او ویل به یې چې هغه کس چې غواړي له دې سره واده وکړي هغه دې په خپله ورشي. هغه د سندرو ویلو په هنر(یعنې په ښې پوهې سره د ښایسته سندرو د ترنم کولو مهارت) کې ډېره رسېدلې وه. هغې د ماهرو صنعتګرو په واسطه یو داسې ځای برابر کړ چې هغوی (د هغې غوښتونکیو) کولی شوای هلته ورشي. د هغې غوښتونکی به هغې ته مخامخ هلته ودرېد او خپلې سندرې به یې وویلې چې په هغې کې به د مینې نظمونه، لکه داسې عشقي لغتونه چې یو څوک یې په مینه کې خپلې معشوقې ته بولي، شامل ول.

پاچایان به راتلل چې هغه تشویق کړي. هغوی به هغه ځای ته تلل او هر یو به خپل نظم لوست. نجلۍ به د هغوی له جملې څخه ځینې کسانو ته د خپلو سهیلیو له لارې په یوعشقي نظم سره ځواب ورکاوه. نورو ته به، چې هغې به ډېر خوښول، هغې په خپله ځواب ورکاوه. هغې به خپل غږ په سندره کې اوچت کړ او په عشقي الفاظو به یې ځواب ورکړ. له هغو کسانو سره به چې د هغې به ډېرخوښ شول هغې پخپله لیدل، چې مخ به یې ورته ښوده، او په شعرونو اوعاطفې سره به یې ځواب ورکاوه. البته، په پای کې به هغې ټولو ته ویل، «خو پرتاسو اوبه نه دي اوښتي.» هیڅوک نه پوهېده چې د هغې هدف څه دی.

هرکله به چې هغې خپل مخ وښود، خلک به د هغې د سخت حسن په لیدلو سره پر ځمکه پرېوتل. ځینې به ناروغ او کمزوري شول. نور به د هغې د سخت اوعجب حسن په سبب د رامنځته شوې ناروغۍ له امله بې سده شول. له دې سره سره چې خلک بې سده او کمزوري کېدل، پاچایان به لا هم راتلل او له هغې سره به یې مینه څرګندوله، خو په پای کې به هغې هغوی ټولو ته سره ورته ځواب ورکاوه.

په ورته وخت کې، د سوداګر زوی هلته په هماغه ځای کې پاتې شو، او د ځان له پاره یې یو ځای جوړ کړ چې په کې واوسېږي. هغه هلته استوګن شو، هغه به هم موسیقي غږوله. هغه د سندرو په هنرکې مهارت درلود. هغه داسې لرګي انتخاب کړل چې د موسیقۍ آلې ترې جوړېدې او دغه ډول آلې یې په خپله جوړې کړې. د حیواناتو له رګونو څخه یې ورته تارونه جوړ کړل. په دې توګه، هغه وکولی شول چې ځان ته یې وغږوي. 

د سوداګر زوی هغه یادښت چې د امپراتور لورهغه وخت ورلېږلی وه چې دی په زندان کې و او ده ساتلی و، واخست او خپلې آلې به یې غږولې. هغه به ټول هغه څه چې هغه ته پېښ شوي ول، لکه دا چې څنګه د هغه پلار یو سوداګر وه او داسې نور او دا چې څنګه هغه ایسته غورځول شوی وه، وریادول.

هغه لاړ او یادښت یې واخیست او په یوه ونه باندې یې نښه وکړه. هلته، په ونه کې دننه، هغه یو ځای جوړ کړ، او یادښت یې په کې پټ کړ.

وروسته هغه د څه وخت له پاره هلته وه، یوه ورځ، داسې یو سخت باد راوالوت چې د هغه ځای ونې یې په بل مخ واړولې. هغه نشوی کولی چې هغه ونه وپېژني چې هغه په کې یادښت پټ کړی وه. تر هغه وخته پورې چې ونې ولاړې وې هغه کولی شوی چې خپله نښه وپېژني، خو اوس چې ونې لوېدلې وې، دا ونه له ډېرو نورو هغو سره چې لوېدلې وې ګډه شوې وه، او هغه د هغې ځانګړې ونې د پېژندلو هېڅ لاره نه درلوده. د هغه له پاره ناشونې وه چې ټولې سره بېلې کړي او هغه یادښت ومومي، ځکه چې هلته ډېرې زیاتې ونې وې. له دې امله هغه وژړل او ډېرغمجن شو.

د سوداګر زوی پوه شو چې که هغه هلته پاتې شي ښکاره خبره ده چې لېونی به شي، ځکه چې هغه یو ډېرلوی غم لیدلی وه. هغه پرېکړه وکړه چې باید له دغه ځای څخه لاړشي. پروا نه کوي چې که هرڅه ورپېښ شي، خو هغه باید دغه ځای پرېږدي. که هغه داسې کار ونه کړي، هغه به د خپل ژور خفګان له امله له خطر سره مخامخ شي.

نو هغه یو څه غوښه او مېوه په یوه کڅوړه کې واچول، او په نامعلوم لوري وخوځېد. هغه په هغه ځای کې نښې ولګولې چې هغه پرېښود. هغه ترهغه لاړ چې یو استوګنځي ته ورسېد. هغه پوښتنه وکړه، «دا کومه ځمکه ده؟» او هغوی ځواب ورکړ. هغه پوښتنه وکړه چې آیا هغوی کله هم د نړۍ د امپراتور په هکله اورېدلي دي. هغوی ځواب ورکړ«هو». هغه پوښتنه وکړه چې آیا هغوی د هغه د لور، عظیمې ښکلا په هکله کله اورېدلي دي. هغوی ځواب ورکړ، «هو، خو ناشونې ده چې څوک دې واده ورسره وکړي،» (ځکه چې هغه هره مرکه ردوي).هغه، د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې هغه به ونشي کولی چې هغه ځای ته لاړ شي، یوه پرېکړه وکړه. هغه د هغه وطن پاچا ته ورغی، او خپل زړه یې ورته تش کړ. هغه پاچا ته وویل چې هغه د هغې ریښتنی د ژوند ملګری دی، او د ده له امله، هغه له بل چا سره واده نه کوي. دا چې هغه نشي کولی چې هلته لاړ شي، هغه به پاچا ته ټولې هغه نښې ورکړي چې هغه یې لري، هغه اوه اوبه دي چې هغې ښودلي دي. هغه پوښتنه وکړه چې پاچا دې هلته لاړ شي او له هغې سره دې کوژده وکړي، او دا چې پاچا دې هغه ته د دغو معلوماتو د ورکولو اجوره ورکړي.

پاچا پوه شو چې هغه ریښتیا وایي، ځکه دا ناشونې ده چې داسې کیسه دې جوړه شي، او په دې نظرباندې هغه خوشحاله شو. هغه سوچ وکړچې هغه له هغې خوا نه شهزادګۍ له ځان سره راولي، خو ځوان لا هم دلته وي، نودا به ښه نتیجه ورنه کړي. آیا باید ویې وژني؟ هغه دومره زړه نه درلود چې داسې کار وکړي، ځکه ویل یې چې ولې باید هغه د دې له امله ووژل شي چې ده ته یې یو خدمت کړی دی؟ له دې امله، هغه پرېکړه وکړه چې د سوداګر زوی له دغه ځای نه دوه سوه میله لیرې وشړي.

هلک په دې کار ډېر خپه شو، ځکه چې هغه د پاچا له پاره د یو خدمت په ترسره کولو وشړل شو، نو هغه بل پاچا ته لاړ او کیسه یې ورته وکړه. (هغه، ځوان سړی، د سوداګر زوی، دا چې هغه لومړني پاچا د هغه د شړلو له امله په قهر کړ، بل پاچا ته لاړ او ټوله کیسه یې ورته له ټولو نښو سره وکړه، چې هغه بل باید بیړه وکړي چې له ښکلا سره واده وکړي.) هغه ټولې نښې دویم پاچا ته وویلې، او هم یې یوه بله نښه پرې ور اضافه کړه. هغه پاچا ته وویل چې هغه باید بیړه وکړي او په چټکۍ سره کار پیل کړي، څو په لومړني پاچا ورمخکې شي او ځان هلته ژر ورسوي خو که هلته ژرهم ونه رسېږي هغه بیا هم له لومړني څخه یوه نښه ډېره لري.

دویم پاچا هم د لومړني هغه په څېر مفکوره درلوده (یعنې چې که ځوان هلته وي دا به د ده له پاره ښه نه وي). هغه هم هغه دوه سوه میله نورهم لیرې وشاړه. هغه بیا ډېرخپه شو نوهغه یو درېيم پاچا ته لاړ. هغه ته یې هم لکه د نورو په څېرټوله کیسه تېره کړه او درېیم ته هغه نورې نښې، ډېرې ښې نښې هم ورکړې.

لومړني پاچا په چټکۍ سره سفر پیل کړ او هغه ځای ته لاړ چې د امپراتور ښکلې لور په کې وه. هغه یوه سندره کمپوز کړه، او په مهارت سره یې ټول هغه ځایونه په کې یاد کړل چې شاهدان نیول شوي ول (چې هغه اوه ډوله اوبه وې، او هغه غټې نښې وې چې هغې د واده له پاره په یوه سړي کې لټولې)، خو د سندرو د قواعدو په اساس هغه د ځایونو په هکله له هغه څه نه چې په کیسه کې ریښتیا پېښ شوي ول په یوه بېل ترتیب سره وغږېد. هغه د سندرې د فورم په پام کې نیولو سره په دې ډول وغږېد. پاچا هغه ځای ته راغی چې د هغو کسانو له پاره برابر شوی وه چې هغه یې بدرګه کوله او خپل غزل یې ولوست.

کله چې د امپراتور لور د دغو ځایونو، چې اوه ډوله اوبه وې، ذکر واورېد ډېره حیرانه شوه. هغې یقین وکړ چې دا د هغې په تقدیر کې لیکل شوی د ژوند ملګری دی. البته، هغې یو څه ناباوري  درلوده ځکه د ځایونو نومونه په صحیح ترتیب سره یاد شوي نه ول، خو هغې فکر کاوه چې ښایي هغه ترتیب د شعري هنر په پام کې نیولو سره بدل کړی وي، نو پرېکړه یې وکړه چې دا به هم هغه شخص وي. هغې هغه ته ولیکل چې هغې خپل ځان د هغه له پاره په نامه کړ. هرې خوا ته خوښي او خوشحالي شوه ځکه چې لویې ښکلا خپله جوړه ومونده. ډېر ژر د واده له پاره تیاری ونیول شو.

په همدې وخت کې هغه بل راورسېد (یعنې هغه بل پاچا چې ځوان هغه ته هم ټولې نښې ورښودلې وې، او یوه بله یې هم ورښودلې وه) او هغه بل هم هلته [د هغې ماڼۍ ته] ځان ور ورساوه. هغه ته وویل شول چې هغې لا دوخته له یو کس سره د واده کولو له پاره موافقه کړې ده، خو هغه د دې خبرې پروا ونه کړه. هغه وویل چې هغه داسې څه لري چې هغې ته یې ووایي په حالاتو باندې به اغېزه وکړي. هغه ځان هغې ته ور ورساوه او خپل شعر یې ولوست، اوس نو ټول ځایونه په صحیح ترتیب سره یاد شول او یوه بله نښه هم په کې زیاته شوه. 

هغې وپوښتل، «نو لومړنی هغه په دا هرڅه څنګه پوهېده؟» که هغه ریښتیا ویل (چې ځوان سړي لومړني هغه ته ویلي دي) دا به خامخا د هغه له پاره ښه نه وه، نو هغه وویل چې هغه نه پوهېږي. هغې ته دا حالت ډېرګنګس کوونکی شو او ډېره سربداله شوه، ځکه چې لومړني هغه هم ټول ځایونه یاد کړي ول. له هغې سره پوښتنه دا وه چې خلک څنګه کولی شي چې په دې ټولو نښو باندې وپوهېږي؟

خو چې ویې لیدل چې دویم پاچا نښې په ترتیب سره یادې کړې او دا چې یوه نښه یې اضافه ورکړه، نو دا ورته منطقي ښکاره شوه چې یره دویم پاچا د هغې ریښتنی د ژوند ملګری دی. دا ورته شونې ښکاره شوه چې ښایي لومړني هغه دغه ځایونه د دې له پاره یاد کړي وي چې د نظم د کمپوزهنر یې ذهن ته وروستي وي، خوهغې پرېکړه وکړه چې هېڅ به نه کوي. (یعنې هغې نشول کولی چې د کوم کار د کولو پرېکړه وکړي، نو هغه چوپ شوه او دا یې رد کړه چې له کوم چا سره دې واده وکړي.)

ځوان سړی، یعنې د سوداګر زوی، هغه وخت چې دویم پاچا لیرې وشاړه، بیا ډېر زیات خپه شو. هغه یو درېیم پاچا ته لاړ او ټوله کیسه یې ورته وکړه، او نورې نښې، ډېرې قانع کوونکې نښې یې هم ورته ورکړې. او درېیم ته، هغه خپل ټول زړه تش کړ، ورته ویې ویل چې له هغه سره یو یادښت وه چې په هغه باندې دغه ټول ځایونه (یعنې اوه ډوله اوبه) رسم شوي ول. هغه پاچا ته وویل چې ټول دغه ځایونه د یو کاغذ پرمخ رسم کړي او هغې ته یې ور وړي.

درېیم پاچا هم ځوان سړی له هغه ځای څخه دوه سوه میله نورهم لیرې وشاړه، او درېیم پاچا هم هلته وروځغاست. هلته په رسېدلو سره، هغه ته وویل شول چې هغه نور دوه (دوه پاچایان) لا پخوا هلته رسېدلي دي. هغه وویل چې هغه بیا هم غواړي چې خپله هڅه وکړي، ځکه هغه داسې څه لري چې حالات به بېخي بدل کړي. خلک نه پوهېدل چې هغې ولې دغه پاچایان تر نورو ډېرغوښتل.

درېیم پاچا [د هغې ماڼۍ ته] راورسېد او خپل نظم یې له ډېرو روښانه نښو سره، له لومړنیو دوو ښه، ولوست. بیا هغه هغې ته هغه یادښت وښود چې ټول ځایونه پرې رسم شوي ول (چې هغه په خپله رسم کړي ول.)

هغې ټکان وخوړ، خوڅه یې نشول کولی، ځکه چې د لومړني هغه په لیدلو سره هم هغې فکر کړی وه چې هم هغه به وي، او بیا هغه ته ورته د دویم په هکله هم. له دې امله، هغې وویل چې هغه به تر هغه وخته پورې باور ونه کړي چې کوم څوک هغې ته اصلي یادښت راوړي.

په ورته وخت کې ځوان سړي فکر وکړ چې هغه به څومره نور لیرې لېږل کېږي؟ له دې امله هغه فکر وکړ چې هغه به په خپله هلته (د امپراتور لور ته) ورشي. ښایي چې هغه کوم څه وکړي. نو هغه تلو تلو تر هغه چې بالاخره هلته ورسېد. هغه وویل چې هغه کوم څه لري چې په ویلو سره به یې وضعه بېخي بدله شي او هغه راغی او خپل غزل یې ولوست. هغه نورې نښې، ډېرې قانع کوونکې نښې هم وښودې. هغه هغې ته ښوونځي ته په ګډه سره د هغوی د تللو او ورته نورې نښې وویلې. هغه هغې ته هرڅه وویل یعنې دا چې څنګه هغه نور پاچایان لېږلي او څنګه هغه یادښت په یوه ونه کې پټ کړی وه، او نور هرڅه چې هغه ته پېښ شول.

خوهغې د دې ټولو هېڅ پروا ونه کړه. لومړنیو درې پاچایانو هم د یادښت د نه لرلو له امله خپل معذرتونه وړاندې کړي ول او دا چې هغه دې وپېژندل شي دا هم په څرګنده شونې نه وه، ځکه چې هغه ډېر پخوا تللی وه. هغې رد کړه چې د ټولو نښو په هکله دې د څه پروا وکړي ترهغه چې دی هغه اصل یادښت راوړي چې هغې په خپل لاس ورته لیکلی وه. هغې مخکې هم داسې فکر کړی وه چې لومړنی هغه په یقین سره اصل سړی وه، او په ورته ډول هغه نور پاچایان. له دې امله، هغې نورې نښې یا مثالونه نه غوښتل.

ځوان سړي پرېکړه وکړه چې هغه نشي کولی چې هلته ایسار شي (یعنې هغه نشي کولی چې تر اوږدې مودې هلته پاتې شي ځکه چې که معلومه شي چې هغه دلته دی امپراتور به یې ووژني). له دې امله، هغه پرېکړه وکړه چې بېرته په دښته کې خپل ځای ته چې پخوا په کې وه، ستون شي، او خپل پاتې ژوند هلته تېر کړي. هغه تلو تلو چې دې دښتې ته راشي، او بالاخره هغه هلته ورسېد.

په دې موده کې ډېر کالونه تېر شول. ځوان سړي پرېکړه وکړه چې هغه به په دښته کې واوسېږي او خپل عمر به هلته تېر کړي. هغه په دې نړۍ کې د یو انسان د ټول ژوند په هکله فکر کړی وه او دې نتیجې ته رسېدلی وه چې د هغه له پاره به غوره وي چې خپل پاتې ژوند په دښته کې تېر کړي. هغه هلته اوسېده او د پخوا په څېر یې مېوه او داسې نور شیان خوړل.

په ورته وخت کې، هلته یو سمندري غل وه. هغه اورېدلي ول چې داسې یوه ښکلې ښځه موجوده ده، او داسې فکر یې وکړ چې هغه بندي کړي. هغه پخپله له هغې سره څه نشول کولی، ځکه چې هغه خصي وه، خو هغه فکر وکړچې که ویې تښتوي کولی شي چې په یو پاچا باندې یې د ډېرو زیاتو پیسو په مقابل کې خرڅه کړي. هغه د عمل له پاره په یوپلان باندې کار پیل کړ.

اوس یو سمندري غل د خپل سر په هکله فکر نه کوي. که هغه بریالی کېږي، بریالی کېږي به، او که نه، نه، او هغه څه پروا کوي، ځکه چې هغه لکه د نورو سمندري غلو په څېرد بل چا خبرې ته غوږ نه ږدي.

سمندري غل لاړاو یوه زیاته اندازه سودا یې واخیسته، چې په فوق العاده توګه ډېره وه. هغه همدارنګه د سرو زرو مرغان هم جوړ کړل. مرغان په داسې هنر سره جوړ شوي ول چې اصلا داسې ښکارېدل لکه ژوندي چې وي، هغه داسې ښکارېدل فقط لکه د ریښتیانو مرغان. هغه همدارنګه د سرو زرو دانه خورۍ جوړې کړې، چې په هغو باندې به مرغان ودرېدل. مرغانو کولی شوی چې په دانه خوریو باندې بې له دې چې دانه خورۍ ماتې شي، که څه هم چې مرغان به ډېرغټ ول، ودرېږي.

هغه همدارنګه په داسې طریقه کار کړی وه چې مرغان په کې داسې ښکارېدل لکه چې سندرې وایي. یوه به خپله ژبه تړقوله، یوه به حیک حیک کول، او یوه به سندرې ویلې. دا ټول په چلونو سره کېدل: سړي به د مرغانو ترشا په کشتۍ باندې په یوه کوټه کې ناست ول، او هرڅه به دغو سړیو کول، خو دا داسې ښکارېدل لکه هر څه چې پخپله مرغان کوي، ځکه چې هغه په نه لیدل کېدونکو تارونو باندې سره نښلول شوي ول، او سړي به فکر کاوه چې دا هر څه پخپله مرغان کوي.

په داسې حال کې چې دا هرڅه ورسره ول، سمندري غل هغې ځمکې ته ورسېد چې د امپراتور لور په کې وه. کله چې غل هغه ښار ته راغی چې هغه په کې وه، هغه خپله کشتۍ د لنګر ځای ته وربرابره کړه او لنګر یې واچاوه. هغه خپل ځان د یوه لوی سوداګر په توګه ښکاره کړاو خلک راغلل چې هر ډول ظریف توکي واخلي. هغه له درې میاشتو څخه هم ډېرهلته پاتې شو په داسې حال کې چې خلکو هغه ښایسته شیان چې له هغه نه یې اخیستې ول کورونو ته وړل.

د امپراتور لورهم غوښتل چې له هغه څخه څه واخلي، او هغې یو پيغام ورولېږه، چې په کې یې له هغه څخه غوښتنه کړې وه چې خپل شیان هغې ته وروړي. هغه په یو پیغام سره ځواب ورکړ چې هغه اړتیا نه لري چې خپل د خرڅانه توکي د پېرودونکي کور ته، ان که د امپراتور لور هم وي، وروړي. هرڅوک چې د هغه شیان غواړي باید هغه ته راشي. یو سوداګر مجبورنه دی چې بل ډول کار وکړي.

د امپراتور لور پرېکړه وکړه چې هغه ته ورشي. او د هغې دود وه چې، کله به چې هغه د خلکو منځ ته تلله، په خپل مخ باندې به یې یو شال غوړاوه، چې خلک ونشي کولی چې هغه وګوري، که نه هغوی به بې هوښه شي او د هغې د ښکلا د لیدلو له امله به ناروغ شي.

د امپراتور لور په داسې حال کې چې مخ یې په شال پټ وه، بهر ووتله، او خپلې سهیلۍ یې له ځان سره کړې. د سپاهیانو یوې ډلې د هغې ساتنه کوله. هغه په نوم سوداګرته (چې په اصل کې غل وه) ورغله، د هغه ځینې جنسونه یې واخیستل، او خپله مخه یې ونیوله.

سوداګر وویل، «که ته بیا راشې زه به لا ښایسته شیان چې په ریښتیا سره حیرانوونکي دي در وښیم.» په دې سره هغه کورته ستنه شوه.

ترهغه وروسته هغه بیا راغله، ځینې جنسونه یې واخیستل، او بیا کور ته ستنه شوه. سمندري غل تر څه وخته پورې هلته پاتې شو، او هغه د هغه له لیدلو سره بلده شوه. هغه به هغه ته ډېره راتلله

بیا یوه ورځ هغه سوداګر ته راغله او هغه لاړ او د  وړې کوټې لوري ته ور یې پرانست چې د سرو زرو مرغان او داسې نور شیان په کې ول. هغې وکولی شول چې هغوی وګوري، اوهغه یوه حیرانوونکې ننداره وه. نورو خلکو چې له هغې سره ول هم غوښتل چې وړې کوټې ته راشي.

هغه وویل، «نه نه، زه دا له تا پرته بل چا ته نه ښیم ځکه ته د امپراتور لور یې، که نه زه نه غواړم چې نورو ته یې بېخي وښیم.»

هغه دننه یوازې لاړه. هغه هم کوټې ته ورننوت، او له دننه خوا نه یې ورکولپ کړ. بیا هغه یو خام کار وکړ، هغه له هغې څخه کالي واېستل او په یوه بوجۍ کې یې ورتخته کړه.

هغه بیا د خپلو ماڼوګانو له ډلې څخه یوه ته د هغې کالي ورواغوستل، د هغه پرمخ یې شال وروغوړاوه، او بهرته یې ټېل واهه، او ورته ویې ویل «ځه.»!

ماڼو نه پوهېد چې په هغه باندې څه کېږي. سم چې هغه راووت په داسې حال کې چې مخ یې په شال باندې پټ شوی وه، سپاهیان چې نه پوهېدل چې هغه څوک دی په بیړه له هغه سره روان شول. هغوی فکر کاوه چې هغه د امپراتور لور دی.

ماڼو له ډلې سره هغه لوري ته لاړ چې هغوی ورښوده، او هغه نه پوهېده چې هغه چېرې دی. نو هغه د امپراتور د لور کوټې ته راغی. کله چې د هغه مخ لوڅ کړای شو هغوی ولیدل چې هغه یو ماڼو دی! هلته یوه لویه غوغا جوړه شوه، او د ماڼو مخ په څپېړو شین شو، او بهر ته وغورځول شو. هغه ملامت نه وه ځکه چې هغه د دې شیانو په هکله هېڅ نه پوهېده.

سمندري غل چې د امپراتور لور یې نیولې وه پوهېده چې هغه به خامخا تعقیبېږي. هغه کشتۍ پرېښوده او خپل ځان او هغه یې په یوه کنده کې چې د باران له اوبو ډکه وه، پټ کړل تر هغه چې بلوا پای ته ورسېده. هغه خپلو ماڼوګانو ته امر وکړ چې لنګر پرې کړي او په چټکۍ سره دغه ځای پرېږدي، ځکه چې بې له شکه چې هغوی به تعقیب شي. په یقین سره چې هغوی به په کشتۍ باندې ډزې ونه کړي، ځکه داسې به وګڼل شي چې د امپراتور لور په کشتۍ کې ده. هغه وویل، «بلکې هغوی به تاسو تعقیب کړي، له دې امله تاسو باید په چټکۍ سره دغه ځای پرېږدﺉ!، او که هغوی تاسو ونیسي، نو څه؟». هغوی لکه د نورو غلو د خپلوځانونوهېڅ پروا ونه کړه (هغوی هېڅ نه اورېدل).

پېښه داسې وشوه لکه چې وړاندوینه یې شوې وه. یوه لویه غوغا جوړه شوه او په چټکۍ سره هغوی تعقیب شول، خوهغوی شهزادګۍ هلته پیدا نه کړه. سمندري غله خپل ځان له هغې سره یو ځای هلته د باران د اوبو په یوه کنده کې پټ کړ اوهغوی هلته پاتې شول.

سمندري غله هغه وګواښله چې چیغې ونه وهي او خلک یې اواز وانه وري. هغه هغې ته وویل، «ما خپل ژوند ستا له پاره په خطر کې واچاوه چې ودې نیسم، خو که زه تا بېرته له لاسه ورکړم او که ته له ما نه بېرته واخیستل شې، بیا به زما ژوند زما له پاره هېڅ ارزښت ونه لري. له دې امله، څنګه چې ته چیغې ووهې، سملاسي به زه ستا ستونی خفه کړم.هغه سخته وېرېدلې وه (د امپراتور لور چې له غله سره په کنده کې پرته وه د هغه د ګواښ له امله وېرېدلې وه چې چیغې ونه وهي).

وروسته هغه له هغې سره یو ځای له دغه ځای څخه لاړ او هغه یې یوه ښار ته راوړه. هغوی تلل تلل ترهغه چې داسې یو ځای ته ورسېدل چې هلته قاتل پوه شو چې خلک د هغه لټه کوي. هغه بیا خپل ځان له هغې سره یو ځای، دا ځل په یو مذهبي حمام کې پټ کړ.

وروسته هغه دا ځای هم پرېښود او یو بل ځای ته راغی، او هلته هم هغه له هغې سره په یو بل ډول اوبو کې پټ شو. په دې توګه هغه هر ځل له هغې سره په یو بل ډول اوبو کې پټېده، تر دې چې هغه له هغې سره په اوو ډوله داسې اوبو کې پټ شو چې سوداګر د هغې له مور سره پټ شوی وه، چې اوه شاهدان او داسې نورهم له هغو څخه تشکیل شوي ول.

بالاخره، هغه له هغې سره سیند ته راغی. هغه هڅه وکړه چې لږترلږه یوه د کب نیونکي کشتۍ پیدا کړي چې له هغې سره پرې له سیند پورې تېر شي. هغه یوه کشتۍ وموندله، او د امپراتور لور یې له ځان سره کړه.

هغه پخپله هغې ته اړتیا نه درلوده، ځکه چې هغه خصي و، بلکې غوښتل یې چې په یو پاچا باندې یې خرڅه کړي، او وېره یې لرله چې ښایي کوم څوک هڅه وکړي او له هغه څخه یې په زور سره واخلي. له دې امله هغه هغې ته د یو ماڼو کالي ورواغوستل، چې د یو سړي په بڼه ښکاره شي.

سمندري غله له هغې سره په سیند کې سفر وکړ (یعنې د امپراتور له لور سره، چې اوس به یې مونږ د یو نارینه په توګه یادوو، ځکه چې سمندري غله د هغې جامو ته همداسې تغیر ورکړی وه) بیا یو توپاني باد راغی او کشتۍ یې یو ساحل ته واېسته، او کشتۍ ماته شوه. هغوی د هماغې دښتې ساحل ته ورسېدل چې ځوان سړی په کې اوسېده. کله چې هغوی هلته راغلل، غله د سفر د لارو په هکله تجربې درلودې او پوه شو چې دا په دښته کې داسې یو ځای دی چې کشتۍ هېڅکله ورته نه دي راغلي. نو هغه پوه شو چې هلته څوک نشته چې دی ترې ووېرېږي، او هغه هغې ته اجازه ورکړه چې خواوشا وګرځي. نو هغه (غل) په دې لاره او هغه (شهزادګۍ) په هغې لاره روان شول چې خواړه ولټوي. هغه له یاغي څخه ډېره لیرې شوه، او یاغي په خپله لاره لاړ.

کله چې هغه پوه شو چې هغه نور د هغه په سیمه کې نه ده، هغه هغې ته غږونه پیل کړل، خو هغې پرېکړه وکړه چې هېڅ ځواب ورنه کړي. هغې له ځان سره فکر وکړ، « زما برخلیک دا دی چې هغه به ما وپلوري. ولې باید زه هغه ته ځواب ورکړم؟ که هغه ما بیا ومومي، زه به ځواب  ورکړم چې ما د هغه اواز نه دی اورېدلی، په ځانګړې توګه دا چې هغه نه غواړي چې ما ووژني، ځکه هغه غواړي چې ما خرڅه کړي.» هغې هغه ته ځواب ورنه کړ، او نورهم وړاندې لیرې لاړه. غله هرې خوا ته د هغې لټون وکړ، خو هغه یې ونه موندله. هغه وګرځېد او بیا یې هم د هغې کومه نښه ونه مونده، او ښایي چې هغه ځناورو وخوړ. نو هغه نوره او نوره هم سرګردانه شوه.

هغې وکولی شول چې خواړه ومومي او ترهغه وړاندې لاړه چې هغه ځای یې وموند چې ځوان سړی (یعنې د سوداګر زوی) په کې اوسېده. له دې امله چې د هغې وېښتان اوږده شوي ول، د سړیو کالي یې اغوستي ول او ځان یې د یوه ماڼو په څېر سمبال کړی وه، هغوی یو بل ونه پېژندل.

سم چې هغه راورسېد، ډېر خوشحال شو چې بل انسان هم هلته راغی. هغه له هغې څخه پوښتنه وکړه، « ته دلته څنګه راغلې؟» هغې ځواب ورکړ، «زه له یو سوداګر سره په سیند باندې روانه وم، او داسې نور. ته دلته څنګه راغلې؟» هغه هم ځواب ورکړ، «د یو سوداګر له لارې...». دواړه هم هلته سره یو ځای پاتې شول.

وروسته له هغه چې د امپراتور لور له امپراتور څخه واخیستل شوه، ملکې د خپلې لور په له لاسه ورکولو سره سخت ماتم وکړ، اوخپل سر یې پر دېوال واهه. هغې امپراتور ملامتاوه، او ورته ویل یې، «تا د خپل کبر له امله ځوان سړی له لاسه ورکړ، او اوس زمونږ لور ورکه شوه»!

هغې هغه ته ویل، «هغه زمونږ ټوله نېکمرغي او بریالیتوب وه! اوس مونږ هغه له لاسه ورکړه! اوس ما ته څه پاتې شول!» هغې ډېر په سختۍ سره د هغه ملامتولو ته دوام ورکړ.  

امپراتورپخپله هم د خپلې لور د له لاسه ورکولو له امله ډېر زیات غمجن شو او سربېره پر دې، ملکې هم ډېرې ستغې سپورې ورته وکړې او سخت یې وکړاوه، او په دې توګه د هغوی ترمنځ سختې شخړې او جنجالونه رامنځته شول. هغې هغه ته ډېرې بدې خبرې وکړې، او هغه یې ډېر زیات په قهر کړ، تر دې چې هغه پرېکړه وکړه چې هغه له ځانه لیرې کړي. هغه قاضیان وټاکل چې ملکه محاکمه کړي او هغوی د هغې له پاره د تبعید حکم صادر کړ او په دې توګه هغه تبعید کړای شوه.

تر دې سملاسي وروسته، امپراتورجګړې ته لاړ او بری یې په برخه نه شو. نو هغه د دې پړه پر یو جنرال ورواچوله: «دا چې تا داسې وکړل، جګړه دې بایلله.» بیا هغه جنرال تبعید کړ.

تر هغه وروسته هغه بیا جنګ ته لاړاو بیا بریالی نشواوهغه بیا جنرال تبعید کړ. په دې توګه یو شمېرجنرالان تبعید کړای شول.

د رعیت وګړي پوه شول چې هغه یوعجیب او غریب چلند کوي. لومړی هغه ملکه تبعید کړه، او اوس جنرالان. هغوی (ولس) پرېکړه وکړه چې وضعه بېرته پر څټ واړوي، هسې چې ملکه بېرته راوغواړي او دی تبعید کړي. ملکه کولی شي چې په خاوره واکمني وکړي.

هغوی همداسې وکړل. امپراتور تبعید کړی شو اوملکه بېرته واک ته ورسول شوه، اوهغې په خاوره باندې واکمني پیل کړه.

ملکې سملاسي یو حکم صادر کړ چې سوداګر او د هغه مېرمن دې (چې امپراتور کمزوري کړي او په فقیرانو باندې اړولي ول) بېرته په خپل حال کړای شي. هغې هغوی خپل حرم ته وروستل.

کله چې امپراتور لیرې بوول کېده، هغه له هغو کسانو څخه چې دی یې بووه غوښتنه وکړه چې خوشې یې کړي. هغه ورته وویل، «زه ستاسو امپراتور وم او بې له شکه چې ما ستاسو له پاره ښه کارونه وکړل. اوس پر ما رحم وکړﺉ او پرې مې ږدﺉ چې لاړ شم. زه به په قطعي توګه دې پاچایۍ ته بیا رانشم. تاسو باید له هېڅ څه نه هم ونه وېرېږﺉ. پرېږدﺉ چې زه لاړ شم، او زه به دا ځای ترک کړم. پرېږدﺉ چې لږ ترلږه دا څو کاله چې ژوندی یم ازاد وګرځم». هغوی هغه پرېښود او هغه په خپله مخه لاړ. هغه تلو تلو، چې په دې کې څو کالونه تېر شول او امپراتور سرګردان شو، تر دې چې یو سیند ته ور ووت.

یوه باد د هغه کشتۍ په مخه کړه، او هغه هم هغې دښتې ته راغی [چې نور ورته رارسېدلي ول]. هغه بالاخره هغه ځای ته راغی چې هغه نور دوه په کې اوسېدل. (هغوی هغه ځوان سړی وه چې د سوداګر زوی وه او د هغه [خپله] ښایسته لور وه، چې اوس یې د سړیو کالي اغوستي ول). هغوی یو بل ونه پېژندل، ځکه چې د امپراتور وېښتان ډېر اوږده شوي ول او له هغه وخت نه چې هغه روان شوی وه ډېر کالونه تېر شوي ول. د هغوی وېښتان هم ډېراوږده شوي ول.

هغوی له هغه نه پوښتنه وکړه، «دلته څنګه راورسېدې؟» هغه ځواب ورکړ، « د یو سوداګر په واسطه.»

هغوی هم د هغه پوښتنو ته ورته ځوابونه ورکړل اوهغوی درې واړه سره یوځای هلته پاتې شول او د مخکې په څېر یې خوراک او څښاک کاوه. هغوی هلته د موسیقۍ آلې غږولې ځکه هغوی ټولو کولی شوی چې ویې غږوي؛ په دې سبب چې هغه یو امپراتور وه، او هغه نورو هم غږولی شوای. اوهغه، ځوان سړی، په هغوی کې تر ټولو کلک وه، ځکه چې هغه ډېره اوږده موده هلته وه. هغه هغوی ته غوښه راوړه او هغوی به خوړه. هغوی داسې لرګي سوزول چې د یوې متمدنې سیمې تر سرو زرو ډېر ظریف ول.

ځوان سړي هڅه وکړه چې هغوی پر دې قانع کړي چې دا د هغوی له پاره یو ډېر ښه ځای دی چې د خپل عمر پاتې موده په کې تېره کړي. د هغو ګټو په نسبت چې خلک یې معمولا په متمدنو سیمو کې لري غوره دا ده چې سړی دلته پاتې شي او خپل عمر دلته تېر کړي.

هغوی له هغه څخه پوښتنه وکړه، «مخکې تر دې چې ته دلته راشې تا څه ګټې درلودې چې ته وایې چې دا ځای ښه دی؟»

هغه هغوی ته ځواب ورکړ او هغه څه یې ورته وویل چې هغه ته پېښ شوي ول چې څنګه هغه د یوه نېکمرغه سوداګر زوی وه او داسې نور، او دا چې څنګه هغه بالاخره دغه ځای ته راغی او دا چې څومره ښه وه چې دی د یوسوداګر زوی وه. هغه هرهغه څه درلودل چې اړتیا یې ورته لرله، او دلته هم هغه هرهغه څه لري چې ورته اړتیا لري. (په دې توګه ځوان سړي هغوی ته هرڅه وویل.) هغه هغوی ته وښوده چې ښه به وي چې که خپل پاتې ژوند په دې ځای کې تېر کړي.

امپراتور پوښتنه وکړه، «آیا کله دې د ځمکې د امپراتور په هکله اورېدلي دي؟» د سوداګر زوی ځواب ورکړ چې هو اورېدلي یې دي. بیا هغه له هغه څخه د ښکلا پوښتنه وکړه، چې آیا د هغې په هکله یې اورېدلي دي. هغه ځواب ورکړ، «هو».

ځوان سړي پیل وکړ چې په قهر سره وغږېږي، «هغه قاتل!» لکه یو کس چې بل ته غاښونه چیچي، ځوان سړی د امپراتور په هکله په قهر سره غږېد، ځکه چې هغه نه پوهېد چې امپراتور په خپله له هغه سره خبرې کوي.
امپراتور پوښتنه وکړه، «ولې هغه قاتل دی؟»
هغه ځواب ورکړ، «زه چې اوس دلته یم دا د هغه د ظلم نتیجه ده»!
امپراتور پوښتنه وکړه، «هغه څنګه پېښ شول؟»
ځوان سړي فکر وکړچې دلته خو داسې څوک نشته چې دی ترې ووېرېږي، نو د هغه څه ټوله کیسه یې وکړه چې پرې تېر شوي ول. [په ښکاره خو مخکې هغه یوازې دومره هغوی ته ویلي ول چې هغه د یو سوداګر زوی وه، خو هغه اصلي کیسه نه وه ویلې].
امپراتور له هغه څخه پوښتنه وکړه، «که امپراتور تا ته په لاس درشي، ته به ترې اوس هم هسې غچ واخلې؟»
دا چې ځوان سړی زړه سواند وه نو ځواب یې ورکړ، «نه. بالکل په معکوس ډول هسې چلند به ورسره وکړم لکه له تا سره مې چې وکړ.»

اوس نو امپراتور افسوس او فریاد پیل کړل، «دا امپراتور به اوس څنګه سخت او تریخ عمر ولري!» هغه اورېدلي چې د هغه لور، عظیمه ښکلا ورکه شوې ده، او هغه په خپله تبعید کړای شوی دی.
بیا ځوان سړي په حیرانتیا سره وویل، «دا د هغه د ظلم او کبر له امله ول! هغه هم خپل ځان خراب کړ او هم خپله لور. او زه یې دلته راوغورځولم، دا ټول د هغه له امله وشول».

نو هغه له هغه (امپراتور له ځوان سړي) څخه پوښتنه وکړه، «که هغه ستا لاس ته درشي، ته به ترې غچ واخلې؟»
هغه ځواب ورکړ، «نه. بالکل په معکوس ډول هسې چلند به ورسره وکړم لکه له تا سره مې چې وکړ.»؟

امپراتوربیا خپل هویت وښود. هغه ځوان ته وویل چې هغه پخپله امپراتور وه، او بیا یې ټول هغه څه وویل چې په هغه باندې تېر شوي ول. ځوان سړی هغه ته ورنژدې شو، ښکل یې کړ او په غېږ کې یې ونیو. او هغې، یعنې ښکلا، چې هغه هم هلته حاضره وه، او یوازې قیافه یې بدله وه هرهغه څه واورېدل چې هغوی پرې یو له بل سره خبرې کولې.

ځوان سړي خپل عادت جوړ کړی وه چې هره ورځ به تلواو په درې ونو باندې به یې نښې کولې او هلته به یې د یادښت لټون کاوه. دا چې هلته په زرګونو ونې وې، نو هغه به درې هغه ونې لټولې چې هغه به په نښه کولې، چې بله ورځ یې بیا ونه لټوي. هغه هره  ورځ دا کار کاوه چې ښایي بیا هم هغه یادښت ومومي (هغه یادښت چې هغې هغه ته لېږلی وه او هغه د ونو په منځ کې ورک کړی وه). کله به چې هغه له هغه ځای څخه بېرته راوګرځېد، سترګې به یې له اوښکو ډکې وې، ځکه هغه به چې لټون وکړ او څه به یې ونه موندل، ژړل به یې.

هغوی (یعنې امپراتوراو ښکلا) له هغه څخه پوښتنه وکړه، «ته د ونو په منځ کې څه لټوې؟ او ولې د بېرته راستنېدلو پر وخت ستا په سترګو کې اوښکې وي؟»

نوهغه هغوی ته ټوله کیسه وویله چې څنګه د امپراتور لور، عظیمې ښکلا، هغه ته یو یادښت لېږلی وه، څنګه هغه له ونو څخه په یوه ونه کې پټ کړی وه، او څنګه یو توپاني باد راغلی وه، او داسې نور. او اوس دی هغه لټوي، او ښایي چې ویې مومي...

هغوی هغه ته وویل، «سباته چې کله ته ځې چې ویې لټوې، مونږ به هم له تاسره یوځای لاړ شو. ښایي مونږهغه یادښت ومومو».

هغوی همداسې وکړل. هغوی له هغه سره لاړل، او د امپراتور لور یادښت په یوه ونه کې وموند. کله چې هغې پرانیست، ویې لیدل چې د هغې خپل یادښت دی، چې د هغه په لاس لیکل شوی دی.

هغې له خپل ځان سره فکر وکړ، که هغه سملاسي خپل هویت هغه ته وښیي، هغه مجبوره ده چې خپله قیافه بدله کړي، او خپل اصلي جاذبیت ته بېرته وروګرځي. او که هغه بیا لکه د پخوا په څېریوه عظیمه ښکلا شي، کېدی شي چې هغه چپه او مړشي او هغې هیله لرله چې دا باید د دود له مخې په سمه توګه وشي (یعنې، هغه نشي کولی چې له هغه سره دلته په دښته کې واده وکړي، ځکه چې هغه باید یو ځانګړی واده ولري.) نوپه دې توګه هغې هغه یادښت یوازې هغه ته ور وګرځاوه، او هغه ته یې وویل چې هغې هغه موندلی دی.

هغه سمدلاسه چپه او رنځور شو. هغوی د هغه درملنه وکړه او بېرته یې ورغاوه او د هغوی ترمنځ لویه خوښي رامنځته شوه. ځوان سړي وویل، «په دې یادښت باندې زه څه وکړم؟ آیا تر دې وروسته به کله هم زه هغه ومومم؟ معلومه ده چې هغه به اوس له کوم پاچا سره وي (ځکه هغه فکر کاوه چې غله به لکه چې امپراتورهغه ته ویلي ول لا دوخته هغه خرڅه کړې وي). ولې زه دې ته اړتیا لرم؟ پرېږده چې خپل پاتې ژوند همدلته تېر کړم.

هغه لاړ او یادښت یې بېرته هغې ته ورکړ، او هغې ته یې وویل، «ته یادښت درسره واخله، ته کولی شې لاړ شې او له هغې سره واده وکړې»، ځکه چې هغې خپل ځان د نارینه په څېر جوړکړې وه.

هغې ومنله چې لاړه شي، خو له هغه نه یې غوښتنه وکړه چې هغه هم له هغې سره لاړ شي. هغې وویل، «دا چې زه به خامخا له هغې سره واده کوم، هر څه به زما له پاره سم شي، نو زه به تا ته هم د خپل بریالیتوب له امله یو څه درکړم».

ځوان سړی پوه شو چې «هغه» (د امپراتور لور چې هغه فکر کاوه چې سړی دی) ډېر هوښیار دی، او هغه به خامخا د هغې په ودولو کې بریالی کېږي. له دې امله هغه ومنله چې له هغه سره لاړ شي.

امپراتور پلان ونیوه چې هلته یوازې پاتې شي، ځکه چې هغه خپلې پاچایۍ ته له ستنېدلو څخه ډارېده. هغې له هغه څخه هم غوښتنه وکړه چې راشي، ځکه چې هغه به خامخا ښکلا ترلاسه کړي، «اوس نو داسې څه نشته چې ته دې ترې ووېرېږې.» (هغې هغه ته داسې وویل چې، «زه به خامخا ښکلا [چې فکر کېږي چې بندۍ ده] ومومم ، نو ته نور له هیڅ شي څخه هم باید ونه ډار شې، ځکه چې د هغې په موندلو سره به ستا بخت بېرته ښه شي.او له تا نه به هم غوښتنه وشي چې بېرته ستون شې.»)

درې واړه په ګډه روان شول. هغوی یوه کشتۍ په کرایه ونیوه او هغې پاچایۍ ته راغلل چې ملکه په کې اوسېدله. هغوی کشتۍ پرېښوده اوهغه ښار ته راغلل چې هغه په کې وه. د امپراتور لور پوه شوه چې که هغه خپل ځان سم دلاسه خپلې مور ته وښیي او ورته ووایي چې هغه بېرته راغله کېدی شي چې د هغې مور مړه شي. له دې امله، هغه لاړه او خپلې مور ته یې یو پیغام ورولېږه چې یو سړی پیدا شوی دی چې د [ورکې شوې] نجلۍ په هکله څه معلومات لري.

بیا هغه پخپله ملکې ته ورغله اوهغې ته یې د ټولې کیسې په هکله هغه څه وویل چې د هغې په لور باندې تېر شوي ول. کله چې هغې خبرې پای ته ورسولې، هغې وویل، «هغه هم همدلته ده.» هغې بیا حقیقت څرګند کړ: «هغه زه یم، زه هغه یم».

هغې بیا وویل چې د هغې شاوو، د سوداګر زوی، هم همدلته دی، خوهغې خپلې مور ته وویل چې دا د هغې یو شرط دی چې د هغې پلار امپراتور بېرته په خپل ځای شي. د هغې مور نه غوښتل چې داسې کار دې وشي، ځکه چې هغه لا تر اوسه پورې له دې امله هغه ته په قهر وه چې دا هر څه د هغه غلطي وه، خو بیا هم هغه مجبوره وه چې د خپلې لور غوښتنه ومني. هغوی غوښتل چې هغه (امپراتور) بېرته راولي خو کله چې هغوی وکتل چې هغه به چېرې وي، پوه شول چې هغه ورک دی. نجلۍ بیا ښکاره کړه چې امپراتور هم له هغې سره دی.

واده وشو او خوشحالي بشپړه شوه. جوړې پاچایي ونیوله او سلطنتي القاب یې ترلاسه کړل. یعنې د سوداګر زوی او ښکلا سره واده شول او هغوی لوی واکمن شول، یعنې په ټوله نړۍ واکمن شول.

تر دې وروسته، زوړ امپراتور کوم واقعي عظمت نه درلود، ځکه چې هر څه د هغه د غلطۍ له امله پېښ شوي ول، خو سوداګر ډېر لوړه مرتبه درلوده، ځکه چې هغه د نوي امپراتور چې اصلي اهمیت یې درلود، پلار وه. ماڼو په مخ مخ باندې په څ